د ا.ا.ا کابینې د لویې څارنوالۍ په ریاست د محکومینو د لېږدولو کمېټه تایید کړه

Hussain_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۲ - ۹:۰
attorney general

د ا.ا.ا کابینې په خپله شپږویشتمه ناسته کې د محکومینو د لېږدولو کمېټې ریاست د لوی څارنوال په مشرۍ تایید کړ.

دا ناسته د ۱۴۰۱ لمریز کال د کب پر ۱۵ چې د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د شعبان المعظم له ۱۳ سره سمون لري، جوړه شوې وه.

د محکومینو د لېږدولو کمېټه د ا.ا.ا لوی څارنوال په مشرۍ د کورنیو چارو او بهرنیو چارو وزارتونو، سترې محکمې او د زندانونو د تنظیم ادارې د استازو په غړیتوب جوړه شوې ده.

دا کمېټه له نورو هېوادونو د افغان بندیانو د لېږدولو پروسې د دوام او د ښو اړیکو د پیاوړتیا په موخه جوړه شوې ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۲ - ۱۳:۳۲
Background image

لویې څارنوالۍ کې د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر دوره پیل شوه

دا دوره د روژې مبارکې میاشتې په رارسېدو د لویې څارنوالۍ کارکوونکو ته پیل شوې ده. د دغې دورې په پرانیستغونډه کې د لویې څارنوالۍ ځینو رییسانو او کارکوونکو ګډون کړی و . . .

دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۲ - ۹:۷
Background image

د ایران له زندانونو شاوخوا ۱۷۲۸ افغان بندیان افغانستان ته د لېږدولو لپاره تثبیت شول

د ایران د اسلامي جمهوري دولت په رسمي بلنې د ا.ا.ا لوی څارنوال په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی د ۱۴۰۱ لمریز کال د کب پر پنځمه چې د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د شعبان المعظم له درېیمې سره سمون خوري، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۲ - ۹:۰
Background image

د ا.ا.ا کابینې د لویې څارنوالۍ په ریاست د محکومینو د لېږدولو کمېټه تایید کړه

د ا.ا.ا کابینې په خپله شپږویشتمه ناسته کې د محکومینو د لېږدولو کمېټې ریاست د لوی څارنوال په مشرۍ تایید کړ . . .

BACK TO NEWS