د اسلام دین او د افغانستان قوانین د بندیانو پر بیا اصلاح او روزنه ښکاره احکام ورکوي

Ago
یکشنبه ۱۳۹۸/۶/۱۷ - ۱۶:۱۳
parwan

د پروان استیناف څارنوالۍ رئیس څارونکي محمد شریف مهربان د جمهوري ریاست د ۱۵ ګڼې فرمان د تطبیق په پروګرام کې وویل، چې دا ریاست پر وخت سره د جمهوري ریاست د بخښنې او بند مودې کمونې د فرمانونو تطبیق ته ژمن دی. یاد پروګرام د ۱۳۹۸ کال د وږي پر ۱۶ د پروان په زندان کې جوړ شوی و.

په دغه پروګرام کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ۱۵ ګنې فرمان له مخې، د یوې ښځې په شمول ۱۱ بندیانو ته بخښنه وشوه او له بند څخه آزاد شول.

د پروان استیناف څارنوالۍ رئیس د اسلام د پاک دین او د افغانستان د قوانینو پر بنست، د بندیانو د اصلاح او روزنې پر اهمیت هم خبرې وکړې.

ښاغلي مهربان په دغه پروګرام کې بندیانو ته په اشارې سره وویل: «هیله ده زندان درته مکتب او له ناوړه کړنو د پښېمانۍ سبب شوی وي، چې په پایله کې د روغو او ځواکمنو کسانو په توګه له خپلو کورنیو سره یو ځای شئ.»

د ویلو ده، چې یاد بندیان د عدلي او قضایي بنسټونو له خوا، له دوو میاشتو نیولې تر پنځو کالو په جزا محکوم شوي و.