د بدخشان استیناف څارنوالۍ د نشه یي توکو له یو قاچاق کوونکي څخه څېړنې وکړې

Ago
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۴/۱۸ - ۱۳:۱۰
logo

دا کس د بدخشان د درایم ولسوالۍ د دره باغ کلي اوسېدونکی، د ۱۳۹۸ کال د غبرګولي پر یوولسمه د یاد ولایت د ښار نهمه حوزه کې د امنیتي ځواکونو له خوا، له درې کیلو تریاکو سره ونیول شو او قضیه یې د ولایت استیناف څارنوالۍ ته د څېړنې په موخه استول شوې ده.

قضیې څېړنې ته ټاکل شوي څارنوال د قضیې څېړنې تر بشپړاوي، د دعوې د اتهام نامې له ترتیب او د اسنادو او شواهدو له مخې د جرم تر ثبوت وروسته د یاد ولایت د فیض آباد له شهري ابتدایي محکمې څخه غوښتي، ترڅو یاد کس ته د جزا کود د ۳۰۴ مادې له مخې جزا ورکړي.

همدا راز د قضیې موظف څارنوال د ابتدایي محکمې له قضايي پلاوي غوښتي، چې له نشه یي توکو سره د مبارزې قانون د ۱۹ او د نشه یي توکو قانون د ۳۲ مادې پر بنسټ، له یاد تورن څخه په لاس راغلي مواد او اجناس هم مصادره کړي.