د بندیانو د دوسیو ارزونې پلاوی میدان وردک ته ورسېد

Ago
جمعه ۱۳۹۸/۴/۱۴ - ۶:۱
maidan

دغه پلاوی د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د جمهور رئیس په هدایت د لویې څارنوالۍ د احکامو د تنفیذ او د حبس د بدیل څارنوالۍ عمومي رئیس او د جمهوري ریاست د فرمانونو د تطبیق رئیس څارنیال محمد اسعد ساپي په مشری چې د سترې محکمې، کورنیو چارو وزارت، مالیې وزارت، د ملي امینت عمومي ریاست، د بشري حقونو خپلواک کمیسېون استازو یې ملتیا کوله، د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ په دیارلسمه یې د یاد ولایت د بندیانو دوسیې وارزولې او د هغوي ستونزې یې له نږدې واوریدې.

میدان وردک ته د پلاوي مشر د دغه ولایت د استیناف څارنوالۍ او د محبس مدیریت له مسؤولانو سره په ناسته کې د دغه سفر موخه د بندیانو د ستونزو اوریدل، د هغو کره شمېر او د دغه ولایت محبس او توقیف خونه کې د شته ستونزو ارزونه یاده کړه. هغه محبس کې د بندیانو پر حقونو ټينګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د دغه ولایت د استیناف څارنوالۍ دې د فرمانونو د تطبیق په برخه کې جدي هلې ځلې وکړي.

ښاغلي ساپي په دغې ناسته کې د خپلو خبرو په دوام سره وویل، چې د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو د سلمې کلیزې په مناسبت فرمان کې به هغه بندیان چې مخکې له دې یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکه کې دندې ترسره کولې او اوس د کړي جرم له امله د هېواد په بېلابېلو محبسونو کې بندیان دي، د قانون سره سم به له دغه فرمانه ډېر برخمن شي.

maidan

په ورته مهال له مرکزه راغلي پلاوي د یاد ولایت د ښځینه او نارینه محبس بندیانو سره په لیدنه کې د هغوي ستونزې له نږدې واوریدې. ښاغلي ساپي چې د پلاوي مشري یې کوله، بندیانو ته د خبرو پر مهال وویل، چې لویه څارنوالي تل هڅه کوي، چې د بندیانو ستونزو ته پر وخت رسیدګی وکړي. هغه د خپلو خبرو په دوام سره وویل: «محبس د اصلاح ځای دی او هغه کسان چې اصلاح شوي وي راتلونکي فرمانونو کې به ورته ځانګړې پاملرنه وشي.» همدارنګه یاد پلاوي د میدان وردک د محبس مسؤولانو ته هدایت وکړ، چې د بندیانو حقونو او د هغو خوړو او نورو اړوندو برخو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

یاده دې وي چې د بندیانو د دوسیو ارزونې کمیسېون، څه موده مخکې د ختیځ زون بندیانو دوسیې هم وارزولې او د هغوي ستونزې او وړاندیزونه یې له نږدې واورېدې.