د جبل سراج او بګرام ولسوالیو د ښاروالانو دوسیه محکمې ته واستول شوه

ago_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۹ - ۹:۴۸
parwan

د پروان ولایت د جبل سراج او بګرام ولسوالیو ښاروالان له واکه د ناوړه ګټې اخېستنې، دنده کې د لاس وهنې، حقیقت پټولو، غدر او تزویر په تور تر عدلي تعقیب لاندې دي.

د مؤظف څارنوال د صورت دعوې پر بنسټ، د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ اوسني ښاروال هغه کسانو او شرکتونو ته چې په یاد ولایت کې د کاني موادو د استخراج برخه کې کار کوي، د کار جوازونه توزیع کړي او د هغو پیسې یې خپل جیب ته اچولې دي.

د یادې قضیې څارنوال پخپله صورت دعوا کې راوړي، چي د باګرام ښاروال د هر جواز کار په بدل کې له خلکو او شرکتونو پیسې اخېستې او هغو ته یې «پروان ولایت کې د افغان یونایتد بانک څانګې» د تعرفې کاپۍ ورکړې او په ځای د دې چې د تعرفې پېسې بانک ته تسلیم کړې، خپل جیب ته یې اچولې دي.

مؤظف څارنوال پخپلو څېړنو کې ترلاسه کړې، چې د بګرام پخواني ښاروال چې اوسمهال د جبل السراج د ښاروال په توګه دنده ترسره کوي، د یو کس اکسکواټور ځو ځله ولسوالۍ ته انتقال کړی او هر ځل یې څښتن ته د سپارنې په بدل کې له هغه څخه ۳۰ زره، ۴۰ زره او ۱۰۰ افغانۍ اخېستې دي.

د بګرام ښاروالۍ کې له درېیو ټاپو څخه په بېلابېلو کچو ګټه اخېسته، هغه مهم موارد دي، چې د مؤظف څارنوال په صورت دعوه کې د جرم د اثبات لپاره د لازمو دلیلونو په توګه ترې یادونه شوې ده.

همداراز، مؤظف څارنوال پخپله صورت دعوا کې په ډاګه کړې، چې لوژیستیکي او سوداګریزو شرکتونو ته د جواز کار توزیع د ایسا ادارې او سوداګرۍ چارو وزارت واک دی؛ خو د باګرام ښاروال یې د توزیع کولو له امله، له واکه د ناوړه ګټې اخېستنې او دنده کې د لاس وهنې جرم مرتکب شوی دی.

د قضیې د څارنوال لاسته راوړنې ښيي، چې له قانون او عدالت څخه د تېښتې په موخه یادو دوو کسانو له یو بل سره په همغږۍ او همکارۍ، اصلي اسناد او مدرکونه د څېړنې پلاوي ته نه دي سپارلي او هغه یې له منځه وړي دي.

د قضیې مؤظف څارنوال، د بګرام پخواني او د جبل سراج پر برحال ښاروال د غدر جرم سپیناوي لپاره د نهو الزامي دلیلونو پر راوړنې سره له محکمې غوښتي، چې د اسنادو د تزویر له امله نوموړي ته د جزا کود د ۷۶ مادې په پام کې نیولو سره د همدې کود د ۴۳۸ مادې لوموړۍ فقرې او غدر له امله د ۳۹۴ مادې او ۳۹۸ مادې لومړۍ فقرې له مخې سزا ورکړي.

همداراز، د قضیې مؤظف څارنوال، له محکمې غوښتي، څو له واکه د ناوړه ګټې اخېستنې، دنده کې د لاس وهنې او شرکتونو ته د جواز کار د ناقانونه توزیع له امله د بګرام اوسني ښاروال ته د جزا کود د ۴۰۵ مادې لومړۍ او دویمې فقرې او قضیه کې د حقیقت پټولو او له اړونده بنسټونو سره د نه همکارۍ او اطلاع نه ورکولو له امله، د جزا کو د ۷۶ مادې په پام کې نیولو سره د یاد کود د ۴۸۰ مادې له مخې سزا ورکړي.

د یادونې وړ ده، چې د یادې قضیې په اړه څېړنې د ۱۳۹۸ کال د مرغومي پر پنځمه بشپړې او محکمې ته واستول شوې.