د جوزجان استیناف څارنوالۍ د رشوت اخېستنې په تور د یو کس دوسیه د څېړنو تر بشپړاوي وروسته محکمې ته واستوله

Ago
یکشنبه ۱۳۹۸/۶/۱۷ - ۱۵:۴۴
logo

د جوزجان استیناف څارنوالۍ، د یاد ولایت د ولایتي شورا د مالي او اداري مدیر د رشوت اخېستنې په تور د قضیې پاڼې د ۱۳۹۸ کال د وږي پر یوولسمه په لاس راوړې او د څېړنو تر بشپړاوي وروسته یې د یاد ولایت ښاري ابتدایه محکمې ته استولې دي.

د قضیې د مؤظف څارنوال د دعوې پر بنسټ، د جوزجان ملي امنیت له خوا یو امریکایي ډوله کرولا موټر له دښمن سره د همکارۍ په تور نیول شوی و، چې یاد تورن کس د موټر له څښتن څخه د هغه د بېرته په لاس ورکونې په بدل کې د سلو امریکایي ډالرو او پنځوس زره افغانیو غوښتنه کړې وه.

د قضیې مؤظف څارنوال د جرم د ثبوت لپاره د اسنادو او شواهدو تر راوړنې، د اتهام نامې له ترتیب او د څېړنو تر بشپړاوي وروسته د جوزجان له ښاري ابتدایه محکمې څخه غوښتې، چې پر یاد تورن د جزا کود د ۳۷۱ مادې څلورمه فقره، د ۳۷۵ مادې دویمه فقره او د ۳۸۵ مادې د لومړۍ فقرې حکم تطبیق کړي.

د یادونې وړ ده، چې یاد تورن کس د روان کال د وږي پر شپږمه په بالفعل ډول نیول شوی او په څېړنو کې یې پر خپل جرم اعتراف کړی دی.