د جوزجان او هلمند له زندانونو څخه شپږ بندیان ازاد شول

ago_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۲ - ۱۰:۲۲

دا بندیان د افغانستان اسلامي جمهوري ریاست د ۱۸ ګڼې فرمان له مخې، چې د ۱۳۹۸ کال د لړم پر ۱۶د میلاد نبي په ویاړ صادر شوی و، د هلمند او جوزجان زندانونو څخه د روان کال د مرغومي میاشت کې ازاد شول.

د دغې فرمان پر بنسټ، د یوې ښځې په ګډون شپږ بندیان ازاد او د دوو نورو د بند موده کمه شوه.

په یاد هر ولایت کې د دغو بندیانو د آزادۍ په پروګرامونو کې د اړوند ولایت د استیناف څارنوالۍ رئیس، ولایتي سیمه ییزو مقاماتو، د زندان عمومي آمر او له آزادۍ پر محرومو ځایونو د نظارت او د احکامو د تنفیذ آمر ګډون کړی و. یادو ګډونوالو، د بندیانو کورنیو او ټولنې ته د دوی پر اغېزمنتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې بندیان دې تر بند وروسته خپلو فردي او ټولنیزو مسؤولیتونو ته پر پاملرنه سربېره د قانون تر سیورې لاندې ژوند وکړي.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالي د خپلې عدلي کړنلارې له مخې، د بندیانو د بخښنې او بند مودې کمونې په برخه کې د جمهوري ریاست فرمانونو تطبیق کړي دي او د هېواد د نافذه قوانینو په رعایتونې، انساني کرامت ته په درناوي، بشري حقونو او عدالت ته د خلکو د لاسري په نظر کې نیولو سره یې په بې پرې او خپلواکه توګه له آزادۍ محرومو ځایونو کې د دوی د آزادۍ تر څنګ د هېواد په کچه د بندیانو ستونزو ته هم رسیدګي کړې ده.

د یادونې وړ ده، چې دا بندیان د بېلابېلو جرمونو له امله د قانون مطابق د واکمنو محکمو پر حکمونو چې د بند مودې یې تر پنځو کالو کمې وې بندیان شوي و او له څلورو میاشتو تر څلورو کالو یې د یادې دورې په تېرونه سربېره خپل مقروضیت هم پر وخت ادا کړی و، چې له دغو فرمانونو برخمن شول.