د خوست استیناف څارنوالۍ ریاست په ۱۳۹۸ مالي کال کې، ۸۸۵ جنایي قضیې څېړلې دي

ago_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۶ - ۱۰:۳۲
khost

د خوست استیناف څارنوالۍ ریاست د خپل کاري پلان له مخې، په ۱۳۹۸ مالي کال کې د اساسي قانون د ۱۳۴ مادې پر بنسټ، ۸۸۵ جنایي قضیې څېړلې او یادې قضیې یې د اتهام‌نامو او صورت دعوی له ترتیب وروسته په محکمو کې د تورنو پر وړاندې اقامه کړې دي.

یاد ریاست ۳۶۳ جنایي قضیې د اتهام‌نامو او صورت دعوو له ترتیب وروسته، د شرعي حکم په موخه اړوندې ابتداییه محکمې ته وړاندې کړې او په اړه یې یادې محکمې پرېکړې کړې دي. همدراز ۲۲۲ قضیې یې د استیناف محکمې ته د پرېکړې په موخه استولي او پر ۳۰۰ نورو  قضیو یې تر محاکماتي پړاونو وروسته قطعي او نهایي کړې دي.

د دغو قضیو له ډلې ۶۶ د وژنې، ۶۱ د غلا، ۱۴ د اخلاقي جرمونه، ۱۱۸ د نشه‌یې توکو ، ۸ د دوکې، جعل او تزویر، ۱۶ د ترافیکي جرمونه او پاتې نور یې بېلابېلو جرمونو په اړه دي.

همدارنګه د خوست استیناف څارنوالۍ د راپور پر بنسټ، د ۱۳۹۸ مالي کال کې ټول ټال ۶۵۲ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي او د یاد ولایت محبس ته معرفي کړي دي. د یاد ولایت استیناف څارنوالۍ راپور کاږي، چې ۳۸۷ تنه محبوسین د حبس مودې تېرولو وروسته د اړوندو څارنوالیو له خوا خوشې شوي او ۲۶۵ تنه محبوسین د محکمو په قطعي او نهایي حکم محکوم شوي، چې اوس مهال د خوست په محبس کې دي. همدارنګه پر دغو کسانو د حبس جزا له ۱۰ میاشتو څخه نیولې او تر ۳۰ کالو پورې رسېږي.

د خوست استیناف څارنوالۍ د راپور پر بنسټ، د مجرمینو څخه راټولې شوې مالي وجه او همدرانګه د مصادره شویو اجناسو اندازه، درې میلیونه او ۹۹۶ زره افغانۍ دي، چې د دولت د عوایدو حساب ته لېږل شوي دي. همدارنګه د درې ګونو محکمو د حکم پر بنسټ، ۶۰ میله کلاشنکوفونه، ۵۰ میله تفنګچې، ۷ موټر او یو موټر سایکل د مصادرې وړ پېژندل شوي دي.

د یاد ولایت استیناف څارنوالۍ په خپل راپور کې زیاتوي، چې په ۱۳۹۸ مالي کال کې یې د ولسمشر د بښنې اوبند مودې کمونې شپږ فرمانونه د اړوند کمیسیون له خوا تطبیق کړي، چې له یادو فرمانونو څخه ۱۳۶ تنه محبوسین او محجوزین برخمن شوي دي.

د خوست استیناف څارنوالۍ ته په ۱۳۹۸ مالي کال کې ۲۶ میلیونه ۷ څلویښت زره او ۴۹۴ افغانې عادي بودیجه او دوه میلیونه او ۷۳ زره او ۲۸۳ افغانۍ پراختیایي بودیجه ځانګړې شوې، چې یاد ریاست خپله ټوله عادي او پراختیایي بودیجه په ښه توګه لګولې ده. همدارنګه د یاد ریاست نوې ودانۍ هم په تېر مالي کال کې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.

د یادونې وړ ده، چې یاد ریاست خپلو ۴۵ تنو اداري او مسلکي کارکوونکو ته، د ظرفیت لوړونې ۱۴پرګرامونه هم جوړ کړي دي.