د خوست استیناف څارنوالۍ مسؤولان وستایل شول

Yama
یکشنبه ۱۳۹۷/۱۰/۱۶ - ۱۵:۱
khost

د خوست استیناف څارنوالۍ مسؤولان د اړیکو ساحوي دفتر (TLO) کارکوونکو له خوا د ۱۳۹۷ کال د مرغومي پر لسمه وستایل شول. دا ستاینغونډه د خوست د اړیکو ساحوي دفتر (TLO) په مرسته د دغه ولایت د استیناف څارنوالۍ په دفتر کې شوې وه.

 په یاده شوې غوڼده کې د خوست د استیناف څارنوالۍ رئیس رحیم الله رامح، د استیناف محکمې د جزا دیوان رئیس مشعل وهاج، د عدلیې رئیس مولوي محمد برجان، مدافع وکیلانو او د عدلي او قضایي بنسټونو مسؤولانو ګډون کړی و.

په دغه غونډه کې ښاغلي رامح وویل، چې له نېکه مرغه دمګړۍ په دغه ولایت کې هرې قضیې ته په خپل وخت رسیدګي کېږي او څارنوالان او قاضیان خپلو مسؤولیتونو ته ژمن دي.

له دې سره سم د خوست ولایت د ساحوي دفتر(TLO) مسؤول شریف الله احساس وویل، چې په تېرو درېیو کالو کې د یاد شوي ولایت په عدلي او قضایي بنسټونو کې ګټور بدلونونه راغلي دي. د ښاغلي احساس په خبره، د تېر په پرتله پر عدلي او قضایي بنسټونو د خوست د اوسېدونکو باور زیات شوی دی.

د غونډې په بله برخه کې د خوست ولایت د ولایتي شورا غړې زهرا جلال وویل، چې د یاد شوي ولایت په عدلي او قضایي بنسټونو کې د همغږۍ روحیه پیاوړې شوې او تر ډېره یې د خلکو ستونزو ته پر خپل وخت رسيدګي کړې ده.

د یادونې وړ ده، چې د خوست استیناف څارنوالۍ مسؤولان د خوست د اړیکو ساحوي دفتر د کارکوونکو له خوا په ستاینلیکونو وستایل شول.