د خوست د استیناف څارنوال او مسلکي څارنوالانو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

Ago
شنبه ۱۳۹۷/۸/۵ - ۳:۵۷
logo

د خوست استیناف څارنوالۍ د رئیس رحیم الله رامح په مشرۍ د دغه ولایت له مسلکي او اداري څارنوالانو سره د همغږۍ غونډه د ۱۳۹۷ کال د تلې پر ۲۴ د دغې څارنوالۍ په ودانۍ کې وشوه.

12

په دغه غونډه کې د خوست استیناف څارنوالۍ رئيس، پر وخت د کارونو پر ترسراوي او د قضیو په څېړلو کې پر دقت ټینګار وکړ.

ښاغلي رامح له څارنوالانو وغوښتل، چې د فساد پر ضد دې مبارزه لا هم جدي کړي او په اداري فساد کې له ښکېلو کسانو سره دې پرېکنده قانوني چلن وکړي.

نوموړي زیاته کړه، چې د عدالت د تأمین او د قانون د واکمنۍ لپاره د خوست ولایت په ولسوالیو کې د عدلي او قضايي ارګانونو شتون حتمي دی او که په ولسوالیو کې کوم څارنوال له ستونزې سره مخامخ شي؛ نو د دغه ولایت له مرکزي دفتر سره دې ستونزه شریکه کړي.

ښاغلي رامح مسلکي څارنوالانو ته په خطاب کې وویل، چې له مراجعینو سره نېک چلن وکړي او د اصولو او قانون د حکمونو په رڼا کې دې د هغوی ستونزو ته رسیدګی وکړي.

د یادونې وړ ده، چې په خوست ولایت کې د عدالت د تأمین او د هېوادوالو د ستونزو د حل په موخه د روان کال د وږي پر ۲۴ د دغه ولایت په سپېرې ولسوالۍ کې د لوی څارنوال تر تاييدۍ وروسته ابتداییه څارنوال هم وګومارل شو.