د طلوع نیوز د خبریالانو د توهین او تهدید دوسیه نهايي شوه

Hussain_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۱ - ۱۲:۱۶

د طلوع نیوز خبریالان د ۱۳۹۹ لمریز کال د غويي میاشتې پر دویمه نېټه، د اووه ستوریز رسټورانټ څخه د کابل په تایمني کې د قرنطین پر مهال چې حکومت د کرونا د مخنیوي په موخه بندېزیونه لګولي وو، د خبرو جوړولو پر وخت د دغه رسټورانټ د مالک له خوا توهین و تهدید او وسایل یې تخریب شول.

څارنوالۍ د دغې دوسیې تر ارزونې او تحقیق وروسته له خبریالانو سره د تاوتریخوالي د مجازاتو په غوښتنې دا دوسیه محکمې ته ولېږله. د ابتداییه محکمې هر تورن (شکیلا او سهراب) په دېرش دېرش زره افغانیو مجازاتو محکوم کړل.

د ابتداییه محکمې حکم د څارنوال د قناعت وړ ونه ګرځېد او له محکمې يې د مجازاتو د تشدید غوښتنه وکړه. استیناف محکمې هم هر تورن پر نوي نوي زرو افغانیو نقدي جزا محکوم کړل.

د یادونې وړ ده، چې د حق العبدي او د طلوع نیوز د کارکوونکو د وسایلو د خسارې د جبران مطالبه محفوظه ده او دوی له قانوني مراجعو اقدام کولای شي.

لويه څارنوالي د بیان ازادۍ ملاتړ ته ژمنتیا لري او له خبریالانو سره د تاوتریخوالي قضيې په جدي توګه څېړي او په خپلو تعهداتو توانېدلې ده، چې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي ټولې قضيې تعقیب او بررسي کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې لويې څارنوالۍ په ۱۳۹۸ او ۱۳۹۹ کلونو کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۲۷ قضیو ته رسیدګي کړې او په تړاو یې ۶۰ کسان تر عدلي تعقیب لاندې راغلي دي.

لویه څارنوالي د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې غړې ده او تل يې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي قضيې د خبریالانو له فدراسیون او رسنیو سره شریکې کړې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۱ - ۱۲:۱۶
Background image

د طلوع نیوز د خبریالانو د توهین او تهدید دوسیه نهايي شوه

د طلوع نیوز خبریالان د ۱۳۹۹ لمریز کال د غويي میاشتې پر دویمه نېټه، د اووه ستوریز رسټورانټ څخه د کابل په تایمني کې د قرنطین پر مهال چې حکومت د کرونا د مخنیوي په موخه بندېزیونه لګولي وو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۱ - ۱۱:۵۵
Background image

په افغانستان د جرمي قضیو د ثبت مدیریت سیسټم (CMS) نوې نسخه معرفي شوه

په همدې موخه یوه غونډه د لویې څارنوالۍ د قضايي تعقیب چارو مرستیال ډاکټر غلام حیدر علامه په مشرۍ د تدقیق او مطالعاتو، د احکامو د تنقیذ او د حبس د بدیل عمومي رئیسانو، د جرمي قضیو د ثبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۵ - ۱۵:۲۲
Background image

ذبیح الله کلیم د لویې څارنوالۍ د سرپرست او نوماند په توګه معرفي شو

د نوموړي د معرفۍ غونډه د جمهور رئيس دویم مرستیال قانونپوه استاد سرور دانش، د لویې څارنوالۍ مرستیالانو او رئیسانو، د شهدا او معلولینو وزارت سرپرست، د جمهوري ریاست د چارو ادارې مرستیال، د. . .

BACK TO NEWS