د عدالت تأمینولو او د قانون د حاکمیت پیاوړتیا د لویې څارنوالۍ لومړیتوب ګڼل کېږي

Ago
یکشنبه ۱۳۹۸/۱/۲۵ - ۹:۵۴
herat

دا خبره په مالي او اداري چارو کې د لوی څارنوال مرستیال وحیدالدین ارغون د ۱۳۹۸ کال د وري پر ۲۳ د هرات ولایت له والي عبدالقیوم رحیمی سره د یوې لېدنې په ترڅ کې وکړه. ښاغلي ارغون د یو پلاوي د مشر په توګه، چې د تفتیش، کنترول او مراقبت، د احکامو د تنفیذ او د حبس د بدیل، بشري سرچینو او مالي او اداري ریاستونو له استازو څخه ټاکل شوی دی، د ولایتي استیناف څارنوالیو د اجرااتو د ارزونې په موخه یې د هېواد لودیځ زون ته سفر کړی دی.

د هېواد لودیځ زون ته د یاد شوي پلاوي د سفر موخه، د ولایتي څارنوالیو د کړنو اروزنه، څارنه، مؤثریت او مثمریت، د ادارې چارو د  ستونزو پیدا کول، د ښې حکومتولۍ پیاوړتیا، په چارو کې روڼتیا، د خلکو باور او همکاري لاسته راوړل بلل شوي دي.

د لوی څارنوال مرستیال په دغې ناسته کې وویل، چې لویه څارنوالي قانون په پرېکنده، خپلواکه او بې پرې توګه په ټولو یو شان پلی کوي. ښاغلي ارغون زیاته کړه: «هر څوک چې په هر موقف کې وي، قانون پرې پلی کېږي او د قانون پر وړاندې هر کس ځواب ویوونکی دی» د لوی څارنوال مرستیال زیاته کړه، چې د لویې څارنوالۍ د نوې رهبرۍ په راتګ سره د یادې ادارې په بېلابېلو برخو کې پراخه مثبت بدلونونه راغلي دي. د نوموړي په باور، د وړتیا او مسلک له مخې د ځوانو کدرونو ګمارنه، له اداري فساد سره جدي مبارزه، د وزیر او مرستیال په کچه محکمې ته د فاسدو چارواکو معرفي کول او په یاده شوې اداره کې د ښځو د ونډې زیاتوالی د یادو شویو بدلونونو ښې بېلګې بلل کېږي.

herat2

ښاغلي ارغون د خپلو خبرو په دوام سره وویل، چې په لویه څارنوالۍ کې د ښځو ونډه د وړتیا او ظرفیت پر اساس له درې سلنې څخه ۲۱،۷ سلنې ته لوړه شوې ده. نوموړي د لویې څارنوالۍ د پنځه کلن پلان په اړه هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې یاد پلان ترتیب شوی او مهم شاخصونه یې په ځانګړې توګه د جنډر په برخه کې چې په حکومت کې د مهمو ملي مسایلو څخه ګڼل کېږي، په پام کې نیول شوي دي.

په مرکز او ولایتونو کې د لویې څارنوالۍ او نورو اړونده ادارو تر منځ همغږي او همکاري یوه بله اړینه مسله وه، چې ښاغلي ارغون یې یادونه وکړه. د لوی څارنوال د مرستیال په خبره، په درېیو وروستیو کلنو کې خلکو ته د لویې څارنوالۍ د ځواب وېینې په کچه کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. نوموړي د خپلې وینا په ترڅ کې ټینګار وکړ، چې د قانون د یو شان پلي کولو، د عدالت د تأمینولو، له اداري فساد سره د مبارزې او د ځواب وېینې د کچې د پیاوړتیا په موخه په پرلپسې توګه په ټول هېواد کې د لویې څارنوالۍ د کارکوونکو پر کړنو او لاسته راوړنو نظارت کېږي.

د ښاغلي ارغون په خبره، ځوانانو ته وڼده ورکول د یادې ادارې د رهبرۍ یو بل اړین لومړیتوب دی، چې تر ډېره یې په ښه توګه تحقق موندلی دی.

په ورته مهال کې د لویې څارنوالۍ د کارکوونکو د ظرفیت لوړاوی یوه بله د پام وړ مسله وه، چې ښاغلي ارغون یې یادونه وکړه. د نوموړي په خبره، د ظرفیت لوړونې په موخه د بېلابېلو پروګرامونو او همداراز د لیسانس او ماسټرۍ په برخه کې د یادې ادارې کارکوونکو ته زمینه برابرول د دغې ادارې له هڅو څخه دي.

herat3

له بلې خوا د هرات والي عبدالقیوم رحیمي په دغې ناسته کې وویل، چې د مرکز او ولایتونو په کچه په لویه څارنوالي کې د پام وړ مثبت بدلونونه راغلي دي. ښاغلي رحیمي زیاته کړه، چې په لویه څارنوالۍ په ځانګړې ډول د رهبرۍ په کچه د ځوانو او ژمنو کدرونو په کار ګمارل هیله بښونکي دي.

د نوموړي په باور، پخوا به خلک له څارنوالۍ څخه وېرېدل؛ خو اوس دا وېره په ډاډ او باور بدله شوې ده. د هرات والي د دغه ولایت د څارنوالۍ له کړنو او لاسته راوړنو خوښي څرګنده کړه او زیاه یې کړه، چې یاده اداره د جرم او جنایت، اداري فساد او سازمان شویو جرمونو سره د مبارزې په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لري.

ښاغلي رحیمي زیاته کړه، چې له لویې څارنوالۍ سره به خپلې همغږۍ او همکارۍ لاپیاوړې کړي او تر خپلې وسې به دغې هڅو ته دوام ورکوي.

دغه پلاوي د هرات د استیناف څارنوالۍ د بېلابېلو برخو له کارکوونکو سره هم ولیدل. په دغې لیدنه کې د لوی څارنوال مرستیال دوی ته په اشارې سره وویل، چې په څارنوالۍ کې د شته ننګونو پېژندنه، د کړنو ارزونه او له یادې ادارې سره د نورو اړونده ادارو د همکاریو جلبول د دغه پلاوي د سفر موخه ده. د ښاغلي ارغون په خبره د ولایتونو د استیناف څارنوالیو کړنې د پام وړ دي او تر څنګ به مکافات او مجازات هم ولري.

په ورته مهال کې د هرات د استیناف څارنوالۍ رئیس عبدالصمد ناصري په یاد ولایت کې د لویې څارنوالۍ د لاسته راوړنو او د کارکوونکو د شته ستونزو او ننګونو په اړه خبرې وکړې. ښاغلي ناصري په دغه ولایت کې د څارنوالانو د کدري امتیازاتو نه حواله کېدل، په ولسوالیو کې د ودانیو نه شتون او د یادې څارنوالۍ د کارکوونکو د ترانسپورت او امنیت نه شتون عمده ستونزي او ننګونې وبللې. ښاغلي ناصري ټینګار وکړ، چې د دغه ولایت نفوس ته په کتو د هرات ولایت د استیناف څارنوالۍ تشکیل بسنه نه کوي او دې ټکي ته باید جدي پاملرنه وشي.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام سره وویل، چې د هرات د استیناف څارنوالۍ کارکوونکي د اداري فساد، جرم او جنایت پر وړاندې جدي مبارزې ته ژمن دي او غواړي قانون په ټولو یو شان پلی کړي. د دې تر څنک د اداري او مسلکي کارکوونکو د امتیازاتو لوړوالي ته پاملرنه یوه بله مهمه مسله وه، چې ښاغلي ناصري یې یادونه وکړه.

دغه پلاوي د هرات د امنیه قوماندان پاسوال امین الله امرخيل سره هم ولیدل. ښاغلي امرخيل په دغه لیدنه کې د هرات د استیناف څارنوالۍ کړنې او لاسته راوړنې وستایلې او زیاته یې کړه، چې د قانون د تطبیقولو، د عدالت د تأمینولو، له اداري فساد سره د مبارزې او د مجرمانو په نیولو کې له لویې څارنوالۍ سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

دغه پلاوي د هرات د امنیه قوماندانۍ له نظارت خونې څخه هم لیدنه وکړه. د یاد شوي پلاوي رئیس د دغې نظارت خونې د بندیانو ستونزې له نږدې واورېدې او د حل په موخه یې اړونده مسؤولانو ته لازم هدایت ورکړ.

دا په داسې حال کې ده، چې د لویې څارنوالۍ له بېلابېلو څانګو څخه نورو ټاکل شويو پلاويو هم په همدې موخه د هېواد نورو زونو ته سفر کړی دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۳۹۸/۴/۳۱ - ۱۱:۲۴
Background image

د ښځینه فوټبال لوبغاړو دوسیه محکمې ته وسپارل شوه

د هېواد د ښځینه فوټبال لوبغاړو د جنسي ځورونې دوسیه څه موده وړاندې د یوې نړیوالې ورځپانې له خوا نشر شوې وه. دا دوسیه د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ پر ۲۰ له ښځو سره د تاوتریخوالي پر ضد د مبارزې. . .

دوشنبه ۱۳۹۸/۴/۳۱ - ۹:۱۸
Background image

د کابل استیناف محکمې د مهسا وژونکي په ۳۰ -۳۰ کاله بند محکوم کړل

د مهسا وژونکي؛ هر یو سجاد آغا د سید آقا زوی او روح الله د نور آقا زوی، د کابل استیناف محکمې له خوا، د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ پر ۳۰مه، محاکمه کړل . . .

یکشنبه ۱۳۹۸/۴/۳۰ - ۲۲:۷
Background image

د لویې څارنوالۍ عالي شورا ناسته وشوه

د لویې څارنوالۍ عالي شورا ناسته، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي په مشرۍ د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ پر ۳۰ وشوه . . .

BACK TO NEWS