د عدالت تطبیق د علماوو او روحانینو له لارښوونې پرته ناشونی دی

Ago
شنبه ۱۳۹۸/۵/۱۲ - ۹:۴۵
بادغیس

دا پروګرام «د اسلامي شریعت له نظره د ټولنیز عدالت د تطبیق په برخه کې د علماوو رول) په نوم د بادغیس د استیناف څارنوالۍ له خوا، د حج او اوقافو ریاست د سرپرست، اهل تشیع او سوني علماوو او روحانینو په ګډون، د ۱۳۹۸ کال د زمري پر دوه یمه، د یادې څارنوالۍ په ریاست کې تر سره شو.

د اداري فساد سره د مبارزې او د عدالت د ټينګښت په برخه کې له عدلي او قضایي بنسټونو سره د علماوو همغږي، همکاري او ونډه اخېستنه د یاد پروګرام موخه بلل شوې ده.

د بادغیس د استیناف څارنوالۍ رئیس څارنیار احمد جان عزیزي، په دغه پروګرام کې وویل، چې د هېواد نافذه قوانین د قران کریم او احادیثو څخه اخېستل شوي دي. ښاغلي عزیزي زیاته کړه: « د اسلام د دین خلاف هېڅ ډول اجراات نه تر سره کېږي.» نوموړي ټينګار وکړ، چې د عدالت تطبیق د علماوو او روحانینو له لارښوونې پرته ناشونی دی او په یوازې توګه نشي کولای، عدالت په سمه توګه تطبیق کړي.

نوموړي همداراز د لویې څارنوالۍ له خوا د اداري فساد پر ضد د منبر غږ کنفرانس له رابللو هم یادونه وکړه او ویې ویل، چې په یاد کنفرانس کې د افغانستان له هر ګوټ څخه علما‌ء رابلل شوي وو، ترڅو د اداري فساد پر ضد له عدلي او قضايي بنسټونو سره په همغږۍ او یوالي هڅې وکړي.

نوموړي یادونه وکړه: «د عدالت ټینګښت او له فساد سره مبارزه ګډ کار او هڅو ته اړتیا لري؛ نو باید په یو لاس په دغه برخه کې مبارزه وکړو.»

د بادغیس د حج او اوقافو سرپرست رئیس مولوي عبدالسلام صابري، د ټولنیز عدالت د تطبیق په برخه کې د علماوو پر رول خبرې وکړې او د ټولنیز عدالت د تحقق په برخه کې یې د یاد ولایت د استیناف څارنوالۍ کړنې وستایلې. د هغه په خبره، علما مکلف دي، چې د عدالت د ټینګښت په برخه کې په ګډه او همغږۍ سره خپل مسؤولیت د اسلامي شریعت، د هېواد د نافذه قوانینو او هېوادوالو پر وړاندې ادا کړي.

د پروګرام په پای کې علماوو د لویې څارنوالۍ وروستي مثبت بدلونونه او د باغیس د استیناف څارنوالۍ کړنې او لاسته راوړنې وستایلې او د ټولنیز عدالت د تطبیق په برخه کې یې له یادې ادارې سره د هر ډول همکاریو ژمنه هم وکړه.