د عدالت ټینګښت لپاره د څارنوالانو قانوني او مسلکي هڅې لازمې دي

Ago
چهارشنبه ۱۳۹۸/۵/۱۶ - ۷:۳۳
fareed hamidi

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي د «ملتوي یا پېچلو قضیو د ارزونې) په پروګرام کې د څارنوالانو په قانوني او مسلکي کړنو ټينګار وکړ او ویې ویل، چې د پېچلو قضیو د حل لپاره باید مناسبې حل لارې وپلټل شي. په دغه پروګرام کې، چې د ۱۳۹۸ کال د زمري پر ۱۵ د مسلکي زده کړو انستیتوت په تالار کې جوړ شوی و، د لوی څارنوال مرستیالانو، د مرکزي څارنوالیو او د ولایتي استیناف څارنوالیو رئیسانو ګډون کړی و.

ښاغلي حمیدي، د پېچلو قضیو حل د لویې څارنوالۍ د اصلاحي اجنډا د تطبیق یوه برخه وګڼله او مرکزي او ولایتي مسؤولانو ته یې هدایت ورکړ، ترڅو له دوو تر درېیو میاشتو پورې د پېچلو قضیو برخلیک روښانه او ښکېلې خواوې له سرګردانیو خلاص کړي.

audience

ښاغلي حميدي د خپلو خبرو په دوام سره وویل، چې په دغه اداره کې د عدالت ټينګولو، د هېوادوالو د ډاډګیرنې او هیله مندۍ لپاره مناسب تشکیلات، فرصتونه، امکانات، ژمنې او د دوی د خدمت په موخه مسلکي قوي ظرفیت شتون لري. نوموړي په دولتي او نادولتي ادارو کې له ځورونې سره د مبارزې په موخه، د لویې څارنوالۍ په تشکیل کې له ځورونې سره د مبارزې څارنوالۍ د عمومي ریاست د جوړونې په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل، د یاد ریاست جوړونه او فعالیت ښيي، چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت رهبري د هېوادوالو ملاتړ ته ژمنه ده. نوموړي زیاته کړه: «د دغه ریاست په جوړونې سره هېوادوالو او د دولتي او نادولتي کارکوونکو کورنیو ته ډاډ ورکوو، چې په ادارو کې هر ډول ناوړه چلند او ځورونه د زغم وړ نه ده.»

د هېواد لوی څارنوال له هغه ادارو، خلکو او شرکتونو څخه د عوایدو د راټولونې یادونه هم وکړه، چې د دولت پوروړي دي او په خبره یې، د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د جمهور رئیس په هدایت څه موده وړاندې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د لوی څارنوال د مرستیال په مشرۍ، له اړونده ادارو څخه یو کمېسیون تشکیل شوی دی، چې په دوو میاشتو کې یې ۵۰۰ میلیونه افغانۍ په لاس راوړې او د دولت حساب ته یې لېږلې دي.

د ټاکنو بهیر کې غیر سیاسي والی، خپلواکي او بې پرېتوب هغه ټکي دي، چې لوی څارنوال پرې ټينګار وکړ او د لویې څارنوالۍ له ټولو کارکوونکو یې وغوښتل، چې په ټاکنو کې یاد اصل په پام کې ونیسي. ښاغلي حمیدي د ټاکنیزو جرمونو څېړنه، چې د جزا کود او د ټاکنو قانون کې راغلي، د یادې ادارې ځانګړی واک ګڼي او څارنوالانو ته یې هدایت ورکړ، چې له سیاسي ملاحظاتو پرته دا ډول قضیو ته رسیدګي وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۸/۵/۲۷ - ۲۳:۳۸
Background image

د کابل څرخي پله له زندانه ۱۸۸ بندیان ازاد شول

یاد شمېر زندانیان، چې ۶۱ یې د هېواد د دفاعي او امنیتي ځواکونو اړوند و، د جمهوري ریاست د هغه فرمان له مخې چې د لوی اختر او د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخېستو د سلمې کلیزې په مناسبت صادر. . .

یکشنبه ۱۳۹۸/۵/۲۷ - ۲۰:۳۶
Background image

خلیل الله فېروزي په موقت او مشروط ډول کور ته استول شوی دی

خلیل الله فېروزې د لنډې مودې لپاره د دوو شرطونو پر بنسټ کور ته استول شوی، چې یو یې ناروغي او بل د کابل بانک د تصفیې له کمېسیون سره د کړیو ژمنو پوره کول دي . . .

یکشنبه ۱۳۹۸/۵/۲۷ - ۱۱:۰
Background image

د خوست او لغمان د استیناف څارنوالیو ودانۍ ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې

د لویې څارنوالي د مالي او اداري چارو مرستیالۍ د راپور پر بنسټ، د خوست او لغمان استیناف څارنوالیو د ودانۍ د جوړونې کارونه د ۱۸ میاشتو په اوږدو کې سل سلنه بشپړ شوي دي. یاد راپور ښیي، چې د. . .

BACK TO NEWS