د عدلي او قضايي مرکز ۲۵ څارنوالانو او پولیسو ته د اداري او مسلکي زده کړو روزنیز ټولګی دایر شو

Hussain_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۳ - ۱۳:۲۶
ago

د اداري فساد د لویو جرمونو پر ضد د مبارزې ځانګړې څارنوالۍ عمومي ریاست د دغه مرکز ۲۵ څارنوالانو او پولیسو ته شپږ ورځنی روزنیز پروګرام پيل کړ. دا روزنیز ټولګی د ۱۴۰۰ لمریز کال د چنګاښ پر ۱۹ د «اداري سرغړونې او د اداري فساد د جرایمو» په نامه پيل شوی دی.

د دغه پروګرام د ترسراوي موخه د یاد شوي مرکز د اداري او مسلکي کارکوونکو د حقوقي پوهې لوړاوی بلل شوی دی.

په دغه ټولګي کې د کورنیو چارو وزارت د لویو جرمونو پر ضد د مبارزې برخې ۵ پولیسو، له داري فساد سره د مبارزې مرستیالۍ ۱۰ څارنوالانو او د عدلي او قضايي مرکز ۱۰ څارنوالانو ګډون کړی دی. دا روزنیز پروګرام د اداري فساد د لویو جرمونو پر ضد د مبارزې ځانګړې څارنوالۍ عمومي رئیس دوکتور محمد ظریف ستانکزي له خوا تدریسېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۷ - ۸:۶
Background image

د ۱۴۰۰ مالي کال په لومړۍ ربع کې له ښځو سره د تاوتریخوالي د ۱۴۶۴ قضیو بررسي

لویې څارنوالۍ د ۱۴۰۰ مالي کال له پيل څخه د ۱۴۰۰ لمریز کال تر غويي میاشتې پورې ۱۴۶۴ قضيې چې له مخې يې ۱۶۲۶ کسان تورن دي، بررسي کړې دي.

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۱۵:۳۴
Background image

له اداري فساد د مبارزې برخې یو څارنوال د رشوت اخیستلو په تور ونیول شو

د کنټرول او مراقبت څارنوالۍ د اداري فساد له جرمونو سره د مبارزې څارنوالۍ ریاست د تحقیق څارنوال د ۳۰۰ امریکايي ډالرو د رشوت اخیستلو په تور د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري پر څلورمه ونیوه . . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۱۴:۴۹
Background image

د جمهوري ریاست د دویمې مرستیالۍ د احکامو د تزویر په تور درې کسان ونیول شول

دا درې کسان د ۱۴۰۰ د لمریز کال د زمري پر پنځمه د لویې څارنوالۍ د کنټرول او مراقبت څارنوالۍ عمومي ریاست له خوا نیول شوي دي. دغو تورنو څلور تزویري مکتوبونه د جمهوري ریاست د لومړۍ مرستیالۍ. . .

BACK TO NEWS