د قندهار استیناف څارنوالۍ ریاست په ۱۳۹۸ مالي کال کې، ۲۱۶۲ قضیې څېړلې دي

ago_admin
شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۷ - ۹:۴۵
logo

د قندهار استیناف څارنوالۍ ریاست د خپل کاري پلان له مخې، په ۱۳۹۸ مالي کال کې د اساسي قانون د ۱۳۴ مادې پر بنسټ، ۲۱۶۲ قضیې څېړلې او ۵۸۱ قضیې یې د اتهام‌نامو او صورت دعوی له ترتیب وروسته په محکمو کې د تورنو پر وړاندې اقامه کړې دي. همدارنګه یاد ریاست ۵۳۰ قضیې، د شرعي حکم په موخه اړوندې ابتداییه محکمې ته وړاندې کړې، ۵۱۶ قضیې یې د استیناف محکمې ته د پرېکړې په موخه استولي، ۱۳۱ قضیې تر محاکماتي پړاوونو لاندې دي او ۴۰۴ نورې قضیې د یاد ریاست تر کار لاندې دي.

د دغه راپور پر بنسټ، د ۴۲ قضیو په اړه د جزایي دعوې عدم لزوم قرار صادر شوی او ۵۱ نورې قضیې د کشف لاندې دي. همدارنګه د یادو قضیو سربېره، له ۱۰۰ قضیو څخه زیاتې نورو اړوندو ادارو ته لېږل شوي او ۳۸۵ بېلابېلې قضیې قطعي او نهایي شوي دي. همداراز د ۱۳۹۸ مالي کال کې ۴۸۱ تنه د محکمو د قطعي حکم پر بنسټ، له درییو میاشتو څخه تر ۳۰ کالو پورې په بند محکوم شوي دي.

د دغو قضیو له ډلې ۱۲۸ د غلا، ۱۷ د وهلو ټکولو، ۱۵ د جنسي تیري، ۱۸ د ټپي کېدو، ۸۶ ترافیکي جرمونه، ۱۹۰ د نشه‌یې توکو، ۱۳ د وژنې او پاتې نور یې د بېلابېلو جرمونو په اړه دي.د قندهار استیناف څارنوالۍ په راپور کې راغلي، چې د جنایي قضیو اړوند یې ۶۹۳ تنه نیولي دي.

د قندهار استیناف څارنوالۍ د راپور پر بنسټ، د مجرمینو څخه راټولې شوې مالي وجه او همدرانګه د مصادره شویو اجناسو کچه، ۶ میلیونه او ۹۲۷ زره او ۳۲۸ افغانۍ دي، چې د دولت د عوایدو حساب ته لېږل شوي دي. همداراز  ۵۹.۹۹۷ کیلو ګرامه هیرویین، ۱۴۵ ګرامه شیشه، ۱۰۴۶ ګرامه تریاک، ۱۴.۳۴ کیلو چرس، ۱۹۸.۲۵۰ لیتره الکولي مشروبات، ۹ تفنګچې، ۲ کلاشنکوفه او ۴۳ مرمۍ د مصادرې وړ ګڼل شوي دي.

د یاد ولایت استیناف څارنوالۍ په خپل راپور کې زیاتوي، چې په ۱۳۹۸ مالي کال کې یې د ولسمشر د بښنې اوبند مودې کمونې فرمانونه د اړوند کمیسیون له خوا تطبیق کړي، چې له یادو فرمانونو څخه ۲۴۷ تنه محبوسین او محجوزین برخمن شوي دي.

د قندهار استیناف څارنوالۍ په تېر مالي کال کې د خپلو مسلکي او اداري کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه بېلابېلو پروګرامونو ته هم معرفي کړي او یادو کارکوونکو ترې ګټه اخیستې ده. همدارنګه د یاد ریاست د راپور پر بنسټ، د شاه ولي کوټ او میوند ولسوالیو ابتداییه څارنوالۍ هم چې له تېرو څو کلونو راپدیخوا بندې وې، بېرته فعالې کړې او عدالت ته یې د خلکو لاسرسی اسانه کړی دی.

د یادونې وړ ده، چې یاد ریاست د کارونو د ښه پر مخ بیولو په موخه له کشفي، عدلي او قضایي، امنیتي، بشري حقونو، یوناما، سره صلیب، قومي مشرانو او علماوو، مدني ټولنو او نورو ادارو سره د همغږۍ غونډې کړې دي.