د لغمان استیناف څارنوالۍ ریاست په ۱۳۹۸ مالي کال کې، ۹۳۲ جنایي قضیې څېړلې دي

ago_admin
شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۰ - ۱۵:۱۵
laghman

د لغمان استیناف څارنوالۍ ریاست د خپل کاري پلان له مخې، په ۱۳۹۸ مالي کال کې د اساسي قانون د ۱۳۴ مادې پر بنسټ، ۹۳۲ جنایي قضیې څېړلې او یادې قضیې یې د اتهام‌نامو او صورت دعوی له ترتیب وروسته په محکمو کې د تورنو پر وړاندې اقامه کړې دي.

یاد ریاست ۳۴۰ جنایي قضیې د اتهام‌نامو او صورت دعوو له ترتیب وروسته، د شرعي حکم په موخه اړوندې ابتداییه محکمې ته وړاندې کړې او په اړه یې یادې محکمې پرېکړې کړې دي. همدراز ۱۸۲ قضیې یې د استیناف محکمې ته د پرېکړې په موخه استولي او ۲۵۸ نورې  قضیې یې له محاکماتي پړاونو وروسته قطعي او نهایي کړې دي.

د دغو قضیو له ډلې ۷۵ د وژنې، ۲۴۵ د غلا، ۲۱ د اخلاقي جرمونه، ۱۱۱ د نشه‌یې توکو ، ۴ د دوکې، ۱۷جعل او تزویر، ۷۳ د ترافیکي جرمونو، ۷۱ د کورني او بهرني امنیت اړوند جرمونه،  ۵۳ د ښځو او ماشومانو سره د تاوتریخوالي او پاتې نورې یې د بېلابېلو جرمونو اړوند دي.

د لغمان استیناف څارنوالۍ رياست د راپور پر بنسټ، د ۱۳۹۸ مالي کال کې ټول ټال ۴۷۲ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي او د یاد ولایت محبس ته یې معرفي کړي دي. د یاد ولایت استیناف څارنوالۍ راپور کاږي، چې ۹۸ تنه محبوسین د ولسمشر د بښنې او مودې کمونې پر بنسټ او ۴۳ تنه نورو د حبس مودې په پوره کیدو له بنده خوشې شوي دي. همدارنګه ۲۵۸ تنه محبوسین د محکمو په قطعي او نهایي حکم محکوم شوي، چې اوس مهال د لغمان په محبس کې دي.

د لغمان  استیناف څارنوالۍ د راپور پر بنسټ، د مجرمینو څخه راټولې شوې مالي وجه او همدرانګه د مصادره شویو اجناسو کچه، ۸۰۰ زره او ۵۰۰ افغانۍ دي، چې د دولت د عوایدو حساب ته لېږل شوي دي او همدارنګه ۴۶۱ ګرامه هیرویین، ۳۱۵ ګرامه تریاک، ۲۱ ګرامه شیشه، ۲۸۲۸ ګرامه چرس او یو لیتره شراب د مصادرې وړ پېژندل شوي دي.

د یاد ولایت استیناف څارنوالۍ په خپل راپور کې زیاتوي، چې په ۱۳۹۸ مالي کال کې یې د ولسمشر د بښنې او بند مودې کمونې شپږ فرمانونه د اړوند کمیسیون له خوا تطبیق کړي، چې له یادو فرمانونو څخه ۱۱۵ تنه محبوسین او محجوزین برخمن شوي دي.

یاد ریاست خپلو ۵۱ تنو اداري او مسلکي کارکوونکو ته، د ظرفیت لوړونې ۹ پرګرامونه هم جوړ کړي دي او همدارنګه یې د ولایت په کچه له بېلابېلو ادارو سره د همغږۍ ناستې کړې دي.

د یادونې وړ ده، چې د لغمان استیناف څارنوالۍ ریاست ته په ۱۳۹۸ مالي کال کې۲۳ میلیونه او ۹۱۲ زره او ۴۵۶ افغانۍ، عادي بودیجه ځانګړې شوې وه، چې یاد ریاست خپله ټوله عادي بودیجه په ښه او شفاف ډول مصرف کړې. همدارنګه د یاد ریاست نوې ودانۍ هم په تېر مالي کال کې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.