د لویې څارنوالۍ او د ځېنو وزارتونو او خپلواکو دولتي ادارو تر منځ د همغږۍ دویمه ناسته وشوه

ago_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱/۲۸ - ۱۵:۳۷
gender

په یاده ناسته کې د لویې څارنوالۍ د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي او د ماشومانو د سرغړونو د مخنیوي مرستیالې آغلې سینا شنا منصور، د یادې مرستیالۍ ځینو کارکوونکو، د وزارتونو او خپلواکو ادارو (د جمهوري ریاست د دویمې مرستیالۍ، د کرهنې او اوبو لګونې، معلوماتي تکنالوژۍ او معلوماتو، اوبو او برېښنا، پوهنې او په پارلماني چارو کې د دولت وزارت او همداراز د اساسي قانون پر تطبیق د څار خپلواک کمېسیون) د جنډر مسؤولانو ګډون کړی و.

دغه ناسته د حقونو د پراختیا نړیوال سازمان( (IDLOپه همکارۍ ۱۳۹۸ کال د وري پر ۲۸ د لویې څارنوالۍ د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي او د ماشومانو د سرغړونو د مخنیوي مرستیالۍ په تالار کې وشوه.

د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي او د ماشومانو د سرغړونو د مخنیوي چارو کې د لويې څارنوالۍ مرستیالې آغلې سینا شنا منصور له یادې ادارې سره د وزارتونو او خپلواکو ادارو د جنډر څانګو پر همغږۍ ټینګار وکړ او ویې ویل: «لویه څارنوالي هغه جرمونه چې د ښځو پر ضد کېږي، په دقیقه او بې پرې توګه څېړي.» د نوموړې په خبره د ښځو د ځورونې او اذیت د مخنیوي قانون کولای شي، په دې برخه کې شته ستونزي حل کړي.

په ورته مهال کې، د لویې څارنوالۍ د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي او د ماشومانو د سرغړونو د مخنیوي څارنوالۍ مشاور عبدالحمید صمدي، د لویې څارنوالۍ او د نورو دولتي ادارو د جنډر څانګو تر منځ د همغږۍ رامنځ ته کول د یادې ناستې موخه وبلله. د نوموړي په خبره، لویه څارنوالي په پام کې لري، چې په نږدې راتلونکو کې د جنډر په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه په ټولو وزارتونو او دولتي خپلواکو ادارو کې جوړ کړي.

له بلې خوا د دولتي ادارو د جنډر مسؤولانو یاده ناسته مهمه وبلله او په ادارو کې یې د ورته پروګرامونو جوړول د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي د کچې کمولو او د خوندي کاري چاپېریال د رامنځته کولو په برخه کې اغېزناک وبلل.

دا په داسې حال کې ده، چې لویې څارنوالۍ څه موده ضد هم له ځینو وزارتونو او خپلواکو دولتي ادارو سره د همغږۍ ناسته کړې وه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۷ - ۱۲:۳۷
Background image

له بهرنیو هېوادونو څخه د افغان زندانیانو د انتقال کمېټې غړو ناسته وکړه

دا ناسته د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست د سرپرست په مشرۍ ښاغلي مولوي شمس الدین شریعتي او د دغې کمېټې د نورو غړو په ګډون جوړه شوه . . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۵ - ۱۶:۳۱
Background image

د زندانیانو د انتقال کمېټې غړو ناسته وکړه

دا ناسته د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی رییس محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي په مشرۍ د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د ذوالحجې پر ۲۷ د یاد ریاست د شهرنو په ودانۍ کې جوړه شوه . . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۲ - ۱۰:۵۸
Background image

له ایران څخه ۱۰۰ افغان بندیان افغانستان ته انتقال شول

د افغانستان اسلامي امارت او د ایران اسلامي جمهوري دولت ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړې له مخې چې د بندیانو د انتقال او د هغوی د حقونو د ملاتړ په هکله ده، ۱۰۰ افغان بندیان افغانستان ته انتقال. . .

BACK TO NEWS