د لویې څارنوالۍ د عالي شورا غونډه وشوه

ago_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۲/۲۲ - ۲۰:۳۷
ali shora

د لویې څارنوالۍ د عالي شورا غونډه د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د لوی څانوال څارنپوه محمد فرید حمیدي په مشرۍ، د ۱۳۹۸ کال د غویي پر ۲۲ وشوه.

د غونډې په پیل کې، د بامیان د استیناف څارنوالۍ پر استهدایه چې د نقلیه وسایطو اړوند، څوک چې د جزا کود د (۵۶۰) مادې له مخې محاکمه کېږي؛ خو د نقلیه وسایطو د برخلیک په اړه یې حکم نه صادرېږي، بحث وشو.

عالي شورا پرېکړه وکړه، چې د یادې موضوع د څېړنې لپاره دې د لویې څارنوالۍ د تدقیق او مطالعاتو ریاست ته دنده ورکړل شي، ترڅو د مالیې وزارت او د ترافیکو ریاست په همکارۍ یاده موضوع وارزوي او د عالي شورا په راتلونکې ناسته کې دې یې راپور وړاندې کړي.

همداراز پرېکړه وشوه، چې د بامیان د استیناف څارنوالۍ ریاست دې د هغه نقلیه وسایطو په اړه، چې څښتن يې قانوني سند نشي وړاندې کولای، د قانون د احکامو او قضایي چلن له مخې اجراات وکړي.

د غونډې په بله برخه کې، د بلخ د استیناف څارنوالۍ پر استهدایه چې د دولتي او شخصي ځمکو د غصب په اړه وه، بحث وشو.

عالي شورا په دې اړه پرېکړه وکړه، چې له دې وړاندې د سترې محکمې عالي شورا په ۱۳۹۷/۱/۱۵ نیټه د خپلې ۸۲ ګڼې مصوبې له مخې، د ځمکو د غصب  قضیو د څېړنو ځانګړې محکمې جوړې کړې چې له مخې یې په هر ولایت کې د ځمکو د غضب قضیو د څېړلو څارنوالۍ هم جوړې شوې دي. همدارنګه عالي شورا د مالي او اداري چارو مرستیالۍ ته دنده ورکړه، تر څو د اړونده  څارنوالانو د ظرفیت لوړونې په موخه روزنیز پروګرامونه هم جوړ کړي.

د غونډې په بله برخه کې د (۲۷۹۲) جلده دوسیو په اړه بحث وشو. ویل کېږي، چې د ۱۳۸۱ او ۱۳۹۱ کلونو تر منځ د جنحې قضیې او د ۱۳۸۱ څخه تر ۱۳۸۷ کال پورې د قباحت دوسیې په تخنیکي ارشیف کې ساتل کېږي.

عالي شورا پرېکړه وکړه، چې د لویې څارنوالۍ د تدقیق او مطالعاتو، تفتیش، کنترول او مراقبت ریاستونو له استازو دې یوه کمېټه جوړه شي، تر څو په اړه یې لازم او قانوني تصمیم ونیسي.

د غونډې په بله برخه کې د کنړ ولایت د استیناف څارنوالۍ پر استهدایه چې د څارنوالۍ له خوا د سترې محکمې د مقام وارداتي حساب ته د محکوم بها  اړوند مبلغ استول کېږي، بحث وشو.

عالي شورا د استهدایو د کمېټې د نظر د تائیدولو تر څنګ پرېکړه وکړه، چې اړونده څارنوالۍ دې د جزایي اجرااتو قانون د ۳۴۳ مادې له مخې اجراات وکړي او له محکوم بها څخه د تر لاسه شوي مبلغ په اړه دې اړونده محکمو ته ډاډ ورکړي.

د غونډې په بله برخه کې، د تدقیق ریاست او په عسکري چارو کې د لویې څارنوالۍ د عسکري چارو مرستیالۍ د عسکري جرمونو د احصایې د پلان پر استهدایه بحث وشو. د نظامي جرمونو په اړه د استهدایو د مؤظفې کمېټې د نظر او د جزا کود د لومړۍ ګڼې په ضميمې، د لمسې مادې لومړۍ فقرې د مصرحاتو په پام کې نیولو سره، چې د نظامي منسوبینو خپل سري غیابت تر یو کال پورې د عدلي تعقیب وړ نه دی ګڼل شوی او د قطعي حکم د صادرېدو مخکې یا وروسته د جزا کود د ۱۷ مادې درېیمې فقرې له مخې دې داسې قانون نافذ شي، چې محکوم شوی تورن پکې مجازات نشي او د هغوی متوقف تنفیذ شوی حکم او مرتب جزایي اثار له منځه یوړل شي.

د عالي شورا غونډې ته د یادې کمېټې نظر، د تائید وړ وګرځید.

د دغې غونډې په بله برخه کې، د کندهار استیناف څارنوالۍ اړوند، د عبدالبصیر د محمد نعیم زوی د وهلو ټکولو قضیې پر استهدایه بحث وشو.

دا چې د جزا کود د جزايي اجرااتو قانون تر نافذېدو وروسته نافذ شوی او د جزایي اجرااتو قانون د ۶۳ مادې اټکل شوي موارد پکې په پام کې نه دي نیول شوي؛ نو عالي شورا د تقنین کمېټې ته دنده ورکړه، چې د یادې موضوع د تعدیل طرحه عدلیې وزارت ته واستوي.

د عالي شورا په پای کې، د مرکز او ولایتونو ۵۸ په شرایطو برابرو څارنوالانو ته د څارونکي کادري درجې تصویب شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۹ - ۱۳:۴۶
Background image

لویه څارنوالۍ کې د کرونا ویروس د مخنیوي په اړه نیول شوي وقایوي تدابیر وارزول شول

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ، د کرونا ویروس د مخنیوي او په دې اړه د وقایوي تدابیرو په موخه، د یادې ادارې د مالي او اداري چارو مرستیال په مشرۍ کمېټه جوړه کړې ده. یادې. . .

چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۲۱ - ۱۶:۱۹
Background image

لویه څارنوالۍ کې د ښځو ونډه نظامنده، مفهم لرونکې او د ډا‌ډ وړ ده

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حميدي، د ښځو د پیوستون نړیوالې ورځې(د مارچ اتمه) په نمانځغونډه کې وویل، چې د نرینه وو او ښځو له ګډون پرته عدالت ته لاسرسی. . .

چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۲۱ - ۱۴:۲۸
Background image

لویې څارنوالۍ په ۱۳۹۸ کال له اداري فساد سره د مبارزې برخه کې ۱۶۸۳ قضیې څېړلې دي

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ، په ۱۳۹۸ لمریز کال کې له اداري فساد سره د مبارزې مرستیالۍ له لارې، د ۵۰۶ ولایتي قضیو په شمول یو زر او ۶۸۵ قضیې ثبت کړې او څېړلې دي او د. . .

BACK TO NEWS