د لویې څارنوالۍ د عالي شورا فوق العاده غونډه وشوه

Hussain_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۸ - ۱۵:۵۰
ago

د لویې څارنوالۍ عالي شورا غونډه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ سرپرست محترم ذبیح الله کلیم په مشرۍ او د دغې غونډې د ګډونوالو په حضور نن د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي پر ۱۸ وشوه.

دا غونډه د قرآن کریم په تلاوت او د هېواد ملي سرود په خپراوي پيل شوه.

په پيل کې ښاغلي ذبیح الله کلیم د هغې کمېټې چې د څارنوالۍ د تشکیل او واکونو قانون په طرح او تدوین يې کې زیار ګاللی مننه وکړه او دا ګام يې د قانون د تحکیم او د عدالت د تأمین په برخه کې د موثرو اجرااتو لپاره ضروري اړتیا وبلله.

ښاغلي کلیم د قانون پر یوشان تطبیق او د عدالت پر تأمین ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، له قانون سره سم باید د عدالت د تأمین او د قانون د پلي کولو لپاره هڅه او هاند وشي.

د یادې شوې غونډې په لومړۍ برخه کې د څارنوالۍ د تشکیل او واکونو قانون پر طرحې بحث وشو.

د عالي شورا غړو، تر هراړخیز بحث وروسته د لویې څارنوالۍ د تشکیل او واکونو قانون په پرنسیب کې تأیید کړ او د لويې څارنوالۍ د ارشد مشاور څارنپوه نور حبیب جلال، مرسیتالانو، د عدلي او قضايي مرکز د ځانګړې څارنوالۍ، له کورني او بهرني جرمونو پر ضد د مبارزې، له نشه يي توکو سره د مبارزې، د تدقیق او مطالعاتو، کورني تفتیش او کنټرول او مراقبت د رئيسانو او د مشاورینو د بورډ په غړیتوب يې یوې کمېټې ته دنده وسپارله، چې د څارنوالیو ریاستونو د نظریاتو تر اخیستلو وروسته د لویې څارنوالۍ د تشکیل او واکونو قانون مسوده دې طی مراحل کړي.

په دې غونډه کې تصمیم ونیول شو، چې د عدليې وزارت یو باصلاحیته استازی هم دغې کمېټې ته راوبلل شي، تر څو د دغه وزارت نظریات او وړاندیزونه هم د لویې څارنوالۍ د تشکیل او واکونو د قانون په تړاو راوخیستل شي.

د غونډې په دویمه برخه کې، د هغو قضیو د طی مراحل په تړاو چې د تحقیق پلاوي د څېړنې په پایله کې د داري فساد د لویو جرمونو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز له خوا د جزايي دعوا اقامې پر حفظ یا عدم لزوم نظر وړاندې کېږي، بحث وشو.

د عالي شورا غړو په دې تړاو تر بحث وروسته د هغه ریاست وړاندیز او غوښتنه د لویې څارنوالۍ د تشکیل او واکونو قانون تر تصویب پورې تائيد کړه.

دا ناسته په هېواد کې د سرتاسري سولې د غوښتلو په دعایيې پای ته ورسېدله.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۳۰ - ۱۳:۱۳
Background image

د لویې څارنوالۍ او د قزاقستان د اداري فساد پر ضد د مبارزې ادارې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

دا هوکړه لیک د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د اداري فساد پر ضد د مبارزې مرستیال څارنمل قیس باوري او د قزاقستان جمهوري دولت د اداري فساد پر ضد د مبارزې ادارې استازي نورلان. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۳۰ - ۱۰:۷
Background image

د کابل استیناف څارنوالۍ ۳۶۶ قضیو ته د ۱۴۰۰ مالي کال په دویمې ربع کې رسېدنه کړې

د کابل استیناف څارنوالۍ د شپږګونو زونونو په ګډون ۳۶۶ جرمي قضيې د تحقیق، صورت دعوا او اتهامنامو تر ترتیبب وروسته محکمو ته استولې دي . . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۶ - ۱۱:۴
Background image

د ملي دفاع وزارت د مادي او تخنیکي پخواني مرستیال په ګډون ۲۵ کسان له یوه کال تر نهو کالو بند محکوم شول

دا کسان د افغانستان ملي اردو د ۲۳ قلمه البسو په تدارکاتي پروسه کې د اختلاس، تزویر، له واکه ناوړه استفادې او له قوانینو او مقرراتو د سرغړاوي له کبله د اداري فساد د لویو جرمونو پر ضد د. . .

BACK TO NEWS