د لویې څارنوالۍ د عالي شورا ناسته وشوه

Ago
یکشنبه ۱۳۹۸/۴/۱۶ - ۲۲:۴
shoray ali

دا ناسته د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي په مشرۍ د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ پر ۱۶ وشوه.

د ناستې په پیل کې د سترې محکمې د عالي مقام د ۱۳۹۷/۱۲/۴ نېټې د ۹۸۳ ګڼې فرمان د بیا کتنې په اړه، چې مواصلت یې د بورډ د سلاکارانو له خوا شوی و، بحث وشو.

عالي شورا پرېکړه وکړه، چې د لویې څارنوالۍ د تحقیق چارو د مرستیال په مشرۍ او د سلاکارانو د بورډ، تدقیق او مطالعاتو او تحریراتو او دارالانشأ رئیسانو په غړیتوب دې یوه کمېټه وټاکل شي، تر څو په دې برخه کې څرګندې لارښوونې ترتیب او د لویې څارنوالۍ د عالي شورا راتلونکې ناستې ته یې وړاندې کړي.

د عالي شورا د ناستې په بله برخه کې، د جزا کود د ۸۳ او له نشه یي توکو سره د مبارزې قانون د ۵۹ مادې تر منځ د تناقض په اړه، چې مواصلت یې د ااستهدااتو کمېټې له خوا شوی، بحث وشو.

عالي شورا پرېکړه وکړه، چې د ااستهدااتو کمېټه دې یاده موضوع د تدقیق او مطالعاتو رئیس په همکارۍ او د لوی څارنوال د تحقیق چارو مرستیال د نظر په اخېستو تدقیق کړي او ځانګړی وړاندیز دې یې په راتلونکې ناسته کې وړاندې کړي.

په ورته مهال کې د دولتي املاکو د غصب قضیو د څېړنې او نظارت څارنوالۍ د واک د تفویض او د اداري فساد جرمونو د قضیو څېړنه کې د وظیفوي لاس وهنې د مخنیوي په اړه هم بحث وشو.

د لویې څارنوالۍ عالي شورا د ااستهدااتو کمېټې نظر په ځانګړې توګه د کورني او بهرني امنیت پر ضد جرمونو سره د مبارزې اړوند برخو کې د تائید وړ وباله او د بشري سرچینو ریاست ته یې دنده وسپارله، ترڅو د اداري فساد جرمونو د څېړنې او مستندولو عمومي ریاست، د دندو د لایحې په اړه لازم اجراات وکړي او راپور یې راتلونکې ناستې ته وړاندې کړي.

د ناستې په بله برخه کې، د کورني تفتیش څارنوالۍ د وړاندیز په اړه بحث وشو. دا قضیه د جمال الدین د زوی شامحمد د ناقانونه ازادېدو په اړه ده، چې په وژنه او له هېواد سره د خیانت په تور په ۱۷ کاله تنفیذي بند محکوم شوی دی.

د لویې څارنوالۍ عالي شورا هدایت ورکړ، چې یاده قضیه دې د کورني او بهرني امنیت څارنوالۍ د عمومي رئیس د نظر په اخېستو او د تحقیق او نظارت څارنوالۍ، د احکامو د تنفیذ او تفتیش څارنوالۍ ریاستونو د پلاوي په همکارۍ په پوره ځیرکۍ وڅېړل شي او راپور دې یې په راتلوونکي ناسته کې وړاندې کړي.

د ناستې په بله برخه کې، د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د عالي مقام د تقنیني فرمان، چې د لویې څارنوالۍ د واک او تشکیل قانون د ۱۲ مادې د تعدیل په اړه دی، بحث وشو.

د لویې څارنوالۍ عالي شورا د ولایتي استیناف څارنوالیو د اجرااتو په برخه کې د ااستهدااتو کمېټې نظر د تائید وړ وباله او د اداري فساد له جرمونو سره د مبارزې د ځانګړې څارنوالۍ ریاست د اجرااتو په برخه کې یې تجویز ورکړ، ترڅو د لویې څارنوالۍ د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې مرستیالي د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې د تمیز څارنوالۍ او ستره محکمه کې د اداري فساد جرمونو سره د مبارزې د جزایي څارنوالۍ له رئیسانو سره په ګډه ناسته وکړي او راپور یې په راتلونکې ناسته کې وړاندې کړي.

د ناستې په پای کې د لویې څارنوالۍ د عالۍ شورا له خوا، ۸۴ څارنوالانو ته د څارونکي کدري درجو د ورکړې تثبیت هم د تائید وړ وبلل شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۳۹۸/۴/۲۷ - ۲۱:۱۷
Background image

لویه څارنوالي په ادارو کې د مېرمنو د ځورونې پر وړاندې د مبارزې عمومي رياست جوړوي

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لوی څارنوال څارنپوه محمدفرید حمیدي د ښځو سره د تاوتریخوالي پرضد ادارو د همغږۍ ملي څلور ورځني کنفرانس ته، چې نن یې وروستۍ ورځ وه، وویل چې د یاد ریاست طرح د. . .

یکشنبه ۱۳۹۸/۴/۲۳ - ۲۰:۴۱
Background image

تیت پرک کارونه به اغېزناکه او مطلوبه پایله ونلري

دا خبره د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي، د ښځو پر ضد له تاوتریخوالي سره د مبارزې د بنسټونو تر منځ د همغږۍ په ملي کنفرانس کې وکړه . . .

یکشنبه ۱۳۹۸/۴/۲۳ - ۲۰:۲۸
Background image

د دارالامان د اداري کمپلکس د ودانۍ جوړونې کار پیل شو

دا کمپلکس د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ پر ۲۳ د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د رئیس محمد اشرف غني، د ولسي جرګي رئیس، قاضي القضات، د مشرانو جرګې رئیس او د کابینې د ځينو وزیرانو په حضور پرانستل شو. . .

BACK TO NEWS