د لویې څارنوالۍ د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي او د ماشومانو سرغړونې مرستیالي

د لویې څارنوالۍ د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي  مخنیوي او د ماشومانو سر غړونو په چارو کې مرستیاله

اغلې سینا شنا منصور د صوفي محمد شنا لور په ۱۳۶۰ هجري لمریز کال د کابل ولایت په یوه علم پروره کورنۍ کې یې نړۍ ته سترګې غړولي دي. لومړنۍ زده‌کړې په مخفی بدخشی او مریم لیسه کې ترسره کړي او وروسته له هغې د کانکور آزموینې له لارې د کابل پوهنتون د حقوق او سیاسي علومو پوهنځی ته بریالۍ شوه. اول کال درسي سمستر لا پای ته نه و  رسیدلی، چې طالبان په ۱۳۷۴ کال په افغانستان کې واکمن شول. طالبانو ښځو او نجونو ته د زده‌کړي د حق او د کور څخه د باندي د کارکولو اجازه نه ورکوله، سینا شنا منصور هم د هغو افغان ښځو او انجونو له ډلې څخه وه، چې د زده‌کړي څخه پاتې شوه. له نیکه‌مرغه د موقتي ادارې په راتگ سره، ښځو او انجونو ته د زده‌کړي او دکور څخه د باندي د کارکولو زمېنه برابره شوه. نوموړي د فرصت څخه په ګټې اخیستنې په نظامي  مرستیالۍ کې د کارمندې په حیث مقرره او په ورته وخت کې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړ. نوموړي په ۱۳۸۸ کال کې د کابل پوهنتون د حقوق پوهنځی د قضا او څارنوالۍ څانګې څخه د ښو نمرو په ترلاسه کولو سره فارغه شوه.

په ۱۳۹۵ ل.کال کې د څارنوالي په حیث معرفي او د څارنوالۍ د ستاژ کورس یې په بریالیتوب پای ته ورسوئ. په ۱۳۹۵ ل.کال کې له لویو جرمونو سره د مبارزې څارنوالۍ ریاست د تحقیق دکمېټې د آمري په حیث په ملکي چارو کې په دنده وگمارل شوه. وروسته د افغانستان د اسلامي جمهوریت د لویې څارنوالۍ د مقام د لزوم دید پر بنسټ د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي مخنیوي څارنوالۍ عمومي رئیسه مقرره شوه. په دې وخت کې، د ښځو پر ضد د تاو‌تریخوالي مخنیوي څارنوالۍ ریاست په مختلفو بخشونو کې یو لړ اصلاحات او نوښتونه راوستل، چې د ستایني وړ دي. وروسته د نوموړي د کړنې او نوښتونو په پام کې نیولو سره او د لویې څارنوالۍ د مقام د لزوم دید بربنسټ او د جمهوري ریاست د محترم مقام په منظورۍ د لویې څارنوالۍ د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي مخنیوي او د ماشومانو د سرغړونو په چارو کې د مرستیالي په حیث وگمارل شوه. اغلې سینا څو ځلي د لوړپوړو چارواکو له لوري ستایل شوې ده، او نوموړي په لنډمهاله او اوږد مهاله مسلکي سیمینارونو کې ونډه اخیستې ده.

د لویې څارنوالۍ د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي مخنیوي او د ماشومانو د سرغړونې په چارو کې د مرستیالۍ پېژندنه

بنسټ:

د اساسي قانون د ۱۳۴ مادې، د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي مخنیوي قانون، د ښځو پر ضد د هر ډول تبعیض د له منځه وړولو کنوانسیون، د مدني او سیاسي حقوقو میثاق، د ماشومانو د حقوقو کنوانسیون او د جمهوري ریاست مقام  د (۱۵۵۰) ۲۰/۵/۱۳۹۵  حکم پر بنسټ، د لویې څارنوالۍ د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي مخنیوي او د ماشومانو د سرغړونې په چارو کې  مرستیالي ایجاد شوې ده.

سریزه:

په دې وروستیو کې ښځې په بېلابېلو څانګو کې د ژور بدلونونو شاهدانې دي. دا مثبت او د پام وړ بدلونونه چې  ښځو لپاره یې په ټولنه کې یې د وړ موقف زمېنه برابره کړې، د افغانستان اسلامي جمهوریت رهبرۍ په ملاتړ او د نړیوالي ټولنې په همکارۍ سره رامنځته شوي دي. سره له مثبتو بدلونونو د ښځو په ژوند کې په خواشینۍ سره د ټولنې دا برخه اوس هم له ډیرو او بېلابېلو تاوتریخوالي سره مخ ده. د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي مخنیوي څارنوالۍ له ایجاد څخه د لویې څارنوالۍ په تشکیل کې څه باندي اووه کاله تېریږي، او دغه ریاست د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي قضایاوو د څیړنې د زیانمنو ښځو د حقوقو دفاع او د عدالت د تامین په موخه د پام وړ رول لوبولی دی. د ټولنې اوسني حالت  او د ښځو پر ضد تاوتریخوالي ادامې ته په کتو د لویې څارنوالۍ د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي ریاست، د لویې څارنوالۍ د تاوتریخوالي مخنیوي او د ماشومانو د سرغړونې په چارو کې مرستیالۍ ته ارتقا وکړه.

د لویې څارنوالۍ د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي مخنیوي او د ماشومانو د سرغړونې مرستیالۍ د افغانستان اسلامي جمهوریت د (۱۵۵۰) ۲۰/۵/۱۳۹۵ حکم پر بنسټ ایجاد شوې ده، چې تشکیل یې له دوو ریاستونو، د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي مخنیوي عمومي ریاست او د ماشومانو د سرغړونې د څیړنې عمومي ریاست، او دوه آمریتونو،  د اجتماعی مستنطقینو آمریت او د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي د کچې کمېدو آمریت څخه جوړ دی. 

لیدلوری:

د ښځو او ماشومانو پر ضد له هر ډول تاوتریخوالي څخه تش چاپیریال را منځته کول

ماموریت:

۱.             د ښځو او ماشومانو پر ضد د تاوتریخوالي د قضایاوو څېړنه،

۲.             د ښځو او ماشومانو پر ضد د تاوتریخوالي د کچې کمولو هڅه،

۳.             له تاوتریخوالي زیانمنو ښځو او ماشومانو عدالت ته لاس رسی او د هغه د مرتکبینو مجازات کول

۴.             په کاري چاپیریال کې د بېلابېلو تاوتریخوالو کچه کمول

۵.             د جنسیت تساوي په موخه د پوهي ورکونې کمپاینونو په لار اچول

۶.             د هېواد اړونده نافذه قوانینو او پالیسيو د پلي کېدو هڅه

موخې:

۱.             د تاوتریخوالي زیانمنو ښځو او ماشومانو څخه قانوني محافظت او د تاوتریخوالي مرتکبینو قضایي تعقیب،

۲.             د ښځې انساني کرامت ساتنه او د هغې شرعي او قانوني حقوقو تامینول،

۳.             د کورنۍ سلامتیا او د اسلام مخالف دودونو، عرف او عاداتو سره مبارزه چې د ښځې پر ضد د تاوتریخوالي سبب ګرځي،

۴.             د مجنی‌علیه (زیانمنه ښځه) څخه یا د تاوتریخوالي سره د مخ شوي ښځې ملاتړ،

۵.             د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي مخنیوی،

۶.             د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي په اړه عامه پوهاوی او روزنه،

۷.             د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي مرتکبینو عدلي تعقیب،

۸.             له قانون څخه د متخلف ماشومانو بیا اصلاح او روزل،

۹.             د مور او پلار، سرپرست او یا د ماشوم قانوني وکیل د مسؤولیتونو ټاکل،

۱۰.             له هغه ماشومانو څخه ساتنه، چې له خطر سره مخ وي، او ساتنې او مراقبت ته اړتیا ولري،

دندې او مسؤولیتونه:

۱.             د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي او د ماشومانو د سرغړونې قضایاوو تحقیق او تعقیب چارې پر مخ وړل (د قانون له حکمونو سره سم)،

۲.             د ښځو پر ضد تاوتریخوالي باندي تورنو او مظنؤنینو د توقیف پر قانونیت او د څارنوالانو پر شویو پریکړو مراقبت کول،

۳.             د دندې تعلیق او د ممنوع‌الخروج او نور مالي احتیاطي تدابیرو وړاندیز د ښځو پر ضد تاوتریخوالي او د ماشومانو د سرغړونو قضایاوو کې او د هغو رفع لویې څارنوالۍ ته،

۴.             د ښځو پر ضد تاوتریخوالي او ماشومانو د سرغړونو قضایاوو کې د مرکز او ولایتونو د استیناف څارنوالۍ ریاست پر اخیستل شوي پرېکړو کتنه او پریکړه کول،

۵.             د ابتدایه او استیناف محاکمو پر پریکړو اعتراض یا د قناعت پریکړه،

تشکیل:

د لویې څارنوالۍ د ښځو پر ضد تاوتریخوالي او د ماشومانو د سرغړونې مرستیالۍ د اړتیا پر بنسټ او د تاوتریخوالي قضایاوو ډیرېدو ته په کتنې سره، د لاندني تشکیل درلودنکې ده: