د لویې څارنوالۍ عالي شورا غونډه ترسره شوه

superadmin
دوشنبه ۱۳۹۷/۳/۲۸ - ۸:۳۹
088

دغه غونډه نن د یکشنبې په ورځ د غبرګولي میاشتې په ۲۸مه نېټه د لوی څارنوال څارنپوه محمد  فرید حمیدي تر مشرۍ لاندې په دارالامان کښې د لویې څارنوالۍ په ودانۍ کښې ترسره شوه.

د غونډې په پیل کښې  د ۱۷ شمېرې وړاندیز په هکله چې د پنجشېر د استیناف څارنوالۍ ریاست مختلطه کمېټه د فواید عامې ریاست د سړک جوړونې پروژو او د لاجورد او زمرد ډبرو څخه کوم عواید راټولوي، په اړه بحث وشو.  

عالي شورا پرېکړه وکړه، د اداري فساد د قضیو پېچلتیا په پام کښې نیولو سره، هغه ژمنې چې د هیواد د نافذه فوانینو په برخه کې اټکل شوې دي، کافي نه وي ؛ له دې کبله د سترې محکمې د عالي شورا عنواني ته یوه استهداییه دې ترتیب شي ترڅو د هغې وضاحت او لارښوونې سره سم په دې برخه کې قانوني اجراآت ترسره شي.

د ناستې په وروستۍ برخه کې د لویې څارنوالۍ د کنټرول او څارنې ریاست د اوپراتیفي پیسو د لګښتونو او د  کارولو کړنلاره تر بحث لاندې ونیول شوه.

دغه کړنلاره د عالي شورا غړو له  لوري  یو ښه او اغېزمن نوښت وبلل شو. له بلې خوا عالي شورا پرېکړه وکړه چې یاده شوې کړنلاره د موظفې کمېټې له لوري  چې د څیړنو په چارو کې د لوی څارنوال مرستیال څارنپوه نور حبیب جلال ترمشرۍ لاندې ده، د سمې کتنې وروسته دې په راتلونکې غونډه کښې عالي شورا ته وړاندې کړي.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د احکامو د تنفیذ څارنوالۍ ریاست لخوا د ممنوع الخروجۍ وړاندیز په هکله بحث وشو.

عالي شورا پرېکړه وکړه چې د اتباعو د حقونو د ساتنې لپاره د دغې موضوع متن د سمې او قانوني کتنې وروسته، د لویې څارنوالۍ عالي شورا له خوا دې تصویب شي او د لوی څارنوال د لاسلیک نه وروسته دې اړونده مراجعو ته واستول شي څو پدې هکله اړین قانونی اجراآت ترسره شي.

 

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۹ - ۱۰:۲۹
Background image

لویه څارنوالي کې د جمهوري ریاست عالي مقام د احکامو او هدایاتو د تعقیب غونډه وشوه

دا غونډه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د سرپرست محترم ذبیح الله کلیم په مشرۍ او د دغې ادارې د مرستیالانو او ځینو رئيسانو په ګډون د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي پر ۱۸ وشوه . .. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۸ - ۱۵:۵۰
Background image

د لویې څارنوالۍ د عالي شورا فوق العاده غونډه وشوه

د لویې څارنوالۍ عالي شورا غونډه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ سرپرست محترم ذبیح الله کلیم په مشرۍ او د دغې غونډې د ګډونوالو په حضور نن د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي پر ۱۸. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۸ - ۸:۴۰
Background image

د اداري فساد د لویو جرمونو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته معیاري ودانۍ جوړېږي

دا ودانۍ په ۷۰ جریبه ځمکه کې په پخه او اساسي توګه د کابل پنځلسمې ناحیې په قصبه سیمه کې رغېږي، چې په دغه ځمکه کې د مرکز اصلي ودانۍ، زرغونه سیمه او نور اړینې اړتیاوې پکې راځي . . .

BACK TO NEWS