د لویې څارنوالۍ عالي شورا غونډه وشوه

ago_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۸ - ۱۴:۳۰
شورای عالی

مرغومي ۲۸، ۱۳۹۹

د لويې څارنوالۍ عالي شورا غونډه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي په مشرۍ د ۱۳۹۹ لمریز کال د مرغومي پر ۲۸ وشوه.

دا غونډه د قرآن کریم په تلاوت او د ملي سرود په خپراوي پیل شوه.

د غونډې په پیل کې د هېواد لوی څارنوال، د قاضیانو پر موټر برید چې نن سهار د کابل د لسمې حوزې اړوند وشو، وغانده او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت سترې محکمې له رهبرۍ او کارکوونکو سره يې غمشریکي وښووله. ښاغلي حمیدي د خدای له درباره د دې پېښې شهیدانو ته د جنت او ټپيانو ته د بېړنۍ روغتیا غوښتنه وکړه.

د هېواد لوی څارنوال وویل: «دغې ادارې ته د لویې څارنوالۍ د کارکوونکو امنیت او خوندیتوب اهمیت لري او د خپلو کارکوونکو د خوندیتوب او امنیت لپاره له ټولو امکاناتو استفاده کوي.» ښاغلي حمیدي د دغې ادارې له کارکوونکو څخه وغوښتل، د دې تر څنګ چې امنیتي مسؤولان د امنیت ساتنه کوي، پخپله هم د ځان د خوندیتوب په اړه جدي پام وکړي.

د دې غونډې په لومړۍ برخه کې د محکوم بها د مالي حصول د پروسیجر په اړه چې د لویې څارنوالۍ عالي شورا د ۴۲ غونډې ۱۳۹۹/۱۰/۲۱ له خوا موظفې کمېټې ته سپارل شوی و، د دغې کمېټې پر راپور بحث وشو.

د لویې څارنوالۍ عالي شورا غړو د یادې موضوع په اړه تر بحث وروسته پرېکړه وکړه، چې د محکوم بها د مالي د جزا یا دَین په تړاو د کمېټې او د عالي شورا د غړو نظریات د قوانینو کمېټې ته واستول شي او په دې برخه کې دې شته ستونزې روښانه شي.

همداراز د احکامو پر تنفیذ د نظارت او د تدقیق او مطالعاتو عمومي ریاستونو او د مسلکي زده کړو د انستیتیوت ریاست ته دنده وسپارله، چې د مالي محکومیتونو د تنفیذ طرزالعمل دې ژر چمتو کړي.

د غونډې په بله برخه کې د بشري سرچینو د پراختیا عمومي ریاست د دغې ادارې د ۱۳۹۹ مالي کال د باالمقطع کارکوونکو ارقام وړاندې کړل او په اړه يې د لويې څارنوالۍ غړو بحث وکړ.

د لویې څارنوالۍ عالي شورا غړو تر بحث وروسته په عسکري چارو کې د لويې څارنوالۍ مرسیتال په مشرۍ د بشري سرچینو د پراختیا عمومي رئيس، مالي او اداري عمومي رئیس، د امنیتي کمېسیون رئيس، د جنډر رئيس او د کنټرول او مراقبت عمومي ریاست استازي ته دنده وسپارله، چې د اړوند قانون او مقررې له مخې اجراات وکړي.

دا غونډه په هېواد کې د سرتاسري سولې د تأمین او د افغانانو د سوکالۍ په هیله پای ته ورسېده.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۵ - ۱۶:۵
Background image

د لويې څارنوالۍ عالي شورا غونډه وشوه

د لویې څارنوالۍ عالي شورا غونډه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ سرپرست محترم ذبیح الله کلیم په مشرۍ او د دغې غونډې د نورو غړو په ګډون د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي پر ۱۵ وشوه. . .

شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۵ - ۱۴:۲۹
Background image

د ۱۴۰۰ مالي کال په دوو ربعو کې د لويې څارنوالۍ د بودیجې د لګښت څرنګوالی وارزول شو

د لویې څارنوالۍ د داخلي بودیحې کمېټې د یوې ناستې په ترڅ کې د روان مالي کال لومړۍ او دویمه ربع اجراات، د بودیجې لګښت او د دغې ادارې تدارکاتي چارې وارزولې. دا ناسته د سرچینو او ادارې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۲ - ۱۶:۴۰
Background image

د ا.ا.ج دولت لویې څارنوالۍ سرپرست د حقوقو د پراختیا د نړیوالې مؤسسې (IDLO) له عمومي رئيس سره ولیدل

د هېواد د لویې څارنوالۍ سرپرست ښاغلي ذبیح الله کلیم د حقوقو د پراختیا نړیوالې مؤسسې (IDLO) له عمومي رئیس سره د افغانستان د عدلي – قضايي سکتور د پياوړتیا په موخه عدلي – حقوقي خدمتونو ته. . .

BACK TO NEWS