د لوی څارنوال پیغام

بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ بنسټ د هېواد د اساسي قانون په ۱۳۴ ماده او د لویې څارنوالۍ د واک او تشکیل قانون په څلورمه ماده کې په واضح ډول څرګند شوی دی.

د لویې څارنوالۍ ټولې دندې(د جرمونو عمومي څېړنه، د جزایي اقامې دعوا او په محکمو کې پر تورنو د همدې دعوا تعقیب، چې د هېواد د نافذه قوانینو په رعایتونې سره یې تر سره کوي، واضح شوي دي.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي، د اسلامي ارزښتونو ساتنه، د افغانستان د خلکو فردي خپلواکي او د هغوی د حقونو ساتنه او په هېواد کې د قانون حاکمیت او د عدالت تأمین، خپل اساسي لومړیتوبونه ګڼي. یاده شوې اداره د جرمونو څېړنه او پر تورن د دعوا اقامه بې له قومي، ژبنيو، حزبي او سمتي مسائېلو په جدي او خپلواکه توګه څېړي او هېچا ته به اجازه ورنکړې، چې د یادې شوې ادارې په چارو کې لاسوهنه وکړي. د قضیو په څېړنه کې د لویې څارنوالۍ د اجرااتو معیار یوازې شته اسناد، مدارک او د قانون احکام بلل کیږي. دغې ادارې په دې وروستیو کلونو کې یاده شوې مسله هېوادوالو ته په عملي توګه ثابته کړې ده.

په ورته مهال کې، له اداري فساد سره مبارزه د لویې څارنوالۍ یو بل لومړیتوب ګڼل کیږي او دا هغه ناوړه پدېده ده، چې لویه څارنوالۍ یې پر وړاندې پرېکنده درېځ لري او ورته د تحمل وړ نه ده. لویه څارنوالي د اداري فساد او په هېواد کې د هغه د عواملو د له منځه وړنې قوي هوډ لري او د دغه پدېدې پر وړاندې لومړنۍ مبارزه هم له همدې ادارې څخه پیل شوې ده. موږ په همدغه هوډ سره دوامداره هڅه کوو، چې د غوره عدلي او قضایي خدمتونو له لارې یاده شوې پدیده ورکه او د خلکو په ژوند کې ارامي او سوکالي را منځ ته کړو.

د قانون په بې پرې تطبیقولو سره هېوادوالو ته د قانون تر سیوري لاندې د ژوند کولو زمینه برابرول زموږ اصلي موخه ګڼل کېږي. که څه هم لویې څارنوالۍ په مرکز او ولایتونو کې ډېرې ځانې سرښندنې ګاللې؛ خو بیا به هم د خلکو د خدمت په موخه په دغه هوډ کې کومه خلا رامنځ ته نه شي.

لویه څارنوالي د دغې ادارې له مراجعینو سره ښه چلند کوي او د دوی د بشري حقونو د خوندیتوب، ازادۍ او عزت په موخه به تل هڅه کوي. موږ دلته د افغانستان د خلکو د خدمت په موخه کار کوو.

په درناوي