د لوی څارنوال ژوندلیک

د لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حميدي ژوندلیک

farid hamidi

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حميدي په ۱۳۴۶ لمریز کال چې له ۱۹۶۷ زېږدیز کال سره سمون خوري، په ننګرهار کې زېږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې یې په خپل پلرني ټاټوبي کې ترسره کړې دي. له هغه وروسته د افغانستان د ملي پولیسو اکاډمۍ کې شامل او د یادې اکاډمۍ د جزايي حقوقو له څانګې څخه د لیسانس په کچه په اعلی درجه فارغ شو. نوموړي بیا کابل پوهنتون ته لاره پیدا کړه او په لوړو نمرو یې د حقوقو او سیاسي علومو په برخه کې د لیسانس سند تر لاسه کړ.

یادو زده کړو او تجربو د ښاغلي حمیدي پر راتلونکي تل پاتې اغیز وکړ او د خلکو له ژورو حقوقي، سیاسي او ټولنیزو ستونزو سره یې بلد کړ. نوموړي د همدغو ټولنیزو، سیاسي او کلتوري شرایطو له امله ژمنه وکړه، تر څو د یادو مسئلو د ښه والي لپاره پرلپسې هڅې وکړي. د زده کړو، د عدالت د تحقق او قانون واکنمۍ په برخه کې د نوموړي دوامدار فعالیتونه د یوه سرشاره راتلونکي لپاره د ژمن او زړه سواند شخصیت ښاغلي حمیدي د هڅو پیل ګڼل کېږي. د نوموړي ژوند ته په کتو سره کولای شو، د نوموړي په کار او کارنامو کې فکري پراختیا او بشپړه ژمنتیا ومومو. د نوموړي دغه اغیزمنه او ګټوره کارنامه، هېواد، هېوادوالو او ملي، انساني او اسلامي ارزښتونو ته د ده په اخلاقي ژمنه او علمي شخصیت دلالت کوي.

د نوموړي کړنې او لاسته راوړنې

ښاغلی حمیدي په ۲۰۰۲ زېږدیز کال د موقتې ادارې د رئیس په فرمان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د بېړنۍ لویې جرګې د غړي او د څلورو ولایتونو(کندهار، زابل، هلمند، ارزګان) د مسؤول په توګه وټاکل شو.

په ۲۰۰۲ زېږدېز کال د لنډمهالې ادارې د رئیس له خوا په افغانستان کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د غړي په توګه وټاکل شو. ښاغلي حمیدي د یادو دندو تر څنګ په ۲۰۰۵ زېږدیز کال د افغانستان د جمهور رئیس د فرمان له مخې، د ټاکنو د شکایتونو کمېسیون د غړي په توګه وټاکل شو او تر یو کال پورې یې همدغه دنده پر مخ بېوله. پردې سربېره، ښاغلي حمیدي د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ځانګړو فرمانونو له مخې، د نړیوالو دوره اي کتنو د راپور برابرونې کمېټې(Universal Periodic Review) او نړیوالو تړونونو ته د دولت د راپور ورکونې کمېټې د غړي په توګه دنده ترسره کړې ده.

ښاغلي حميدي په بریالیتوب سره د یادو شویو دندو د ترسره کولو تر څنګ، د ځوانانو چارو وزارت د سلاکار په توګه هم دنده ترسره کړې ده. نوموړي د جمهوري ریاست د فرمان له مخې، د دولت د لوړ رتبه مامورینو د ټاکنو په برخه کې د جمهوري ریاست د مشورتي بورډ د رئیس په توګه شپږ کاله دنده تر سره کړې ده.

د حقوقو او سیاست په برخه کې د ښاغلي حمیدي ګڼ شمېر علمي او څېړنیزې مقالې په باوري مجلو او ورځپاڼو کې خپرې شوې دي. یادو مقالو د افغانستان د ماډرنولو، قانون واکمنۍ، قانون او قضایي اصلاحاتو په برخه کې اغیزناک رول لوبولی دی.

په نړیوالو کنفرانسونو کې ګډون

محمد فرید حمیدي، ګن شمېر ملي او نړیوالو کنفرانسونو ته چې د قانون واکمنۍ، ټاکنو، عدلي او قضایي اصلاحاتو، ملکي خدمتونو او ښې حکومتولۍ په برخه کې جوړ شوي، بلل شوی او له خپلې حقوقي پوهې او وړتیا څخه په ګټه اخېستنې یې په دغو کنفرانسونو کې اغیزناکې ویناوې کړې دي.

نړیوالو کنفرانسونو ته د ښاغلي حمیدي بلنه او په یادو غونډو کې د ده ویناوې ښيي، چې نوموړی د حقوقو او بنسټیزو موضوعاتو او مسایلو د طرحې په برخه کې بشپړه علمي وړتیا لري.