د ماليې وزارت د عوایدو ریاست د لویو مالیه ورکوونکو د ابتدایي سنجش کارکوونکی د رشوت اخیستلو په تور ونیول شو

Hussain_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۴ - ۲:۲۰

د کنټرول او مراقبت عمومي څارنوالي د ماليې وزارت د عوایدو ریاست د لویو مالیه ورکوونکو د ابتدایي سنجش کارکوونکی د ۳۰ افغانیو رشوت اخیستلو پر مهال لاس په لاس نیولی دی. نوموړی د بلخ اوسېدونکي د یوه خصوصي شرکت د کارکوونکي له خوا د کنټرول او مراقبت څارنوالي عمومي ریاست ته د شکایت او د لسمې حوزې د منسوبانو په مرسته د اپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې د ۱۴۰۰ لمریز کال د غويي میاشتې پر ۱۱ نیول شوی.

شکایت کوونکي په خپل شکایت کې ویلي، چې د دغه شرکت د یوه مکتوب د طی مراحل کولو په بدل کې  تورن له ده ۳۰ زره افغانۍ غوښتې وې. د نوموړي په وینا، تورن دی ننګولی، چې که پیسې ورنه کړي، نه یوازې دا چې مکتوب به یې طی مراحل کېږي نه، بلکې شرکت به جریمه هم کړي.

د کنټرول او مراقبت عمومي څارنوالي د دغه شکایت تر تحلیل او ارزونې وروسته د لویې څارنوالۍ د مقام په هدایت تورن د کابل له لسمې ناحیې (شهرنو) څخه د یاد شوي مبلغ د اخیستلو پر مهال نیولی دی.

دا قضیه د عدلي تعقیب په موخه اړوندې څارنوالۍ ته لېږل شوې ده.

د لويې څارنوالۍ د رهبرۍ یو لومړیتوب له اداري فساد سره جدي مبارزه ده او په همدې موخه د کنټرول او مراقبت څارنوالۍ عمومي ریاست دوه ورځې مخکې هم د برښنا شرکت یو کارکوونکی د رشوت اخیستلو په تور لاس په لاس نیولی و.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۲ - ۱۱:۲۶
Background image

د لویې څارنوالۍ کارکوونکو په هېواد کې د ورستیو پېښو شهیدانو او روژې په مناسبت د قرانکریم ختم وکړ

په دغو مراسمو کې د لویې څارنوالۍ د عسکري مرستیالۍ سرپرست عبدالمبین رحیمي، د سرچینو او ادارې عمومي رئیس وحیدالدین ارغون، د بشري سرچینو د پراختیا عمومي رئيس محمد نواب احمدزي، د مقام ویاند. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۲ - ۱۰:۲۲
Background image

د ماليې وزارت دوه کارکوونکي د ۱۰ زرو امریکايي ډالرو رشوت اخیستلو په تور ونیول شول

د کنټرول او مراقبت څارنوالۍ د ماليې وزارت د خزاینو ریاست دوه کارکوونکي د ۱۰ زرو امریکايي ډالرو رشوت اخیستلو په تور لاس په لاس ونیول. نیول شوي کسان د یوه خصوصي شرکت د کارمن د شکایت له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۲ - ۱۰:۱۷
Background image

د شهدا او معلولینو ورازت یو کارکوونکی د ۳۸۰۰۰ افغانیو رشوت اخیستلو په تور ونیول شو

د کنټرول او مراقبت څارنوالۍ د شهدا او معلولینو ورازت د تدارکاتو د برخې یو کارکوونکی د ۳۸ زرو افغانیو رشوت اخیستلو په تور په بالفعل ډول ونیوه. تورن کس د یوه خصوصي شرکت د کارکوونکي د. . .

BACK TO NEWS