د محمداغې ولسوال پر لس کاله او شپږو میاشتو بند محکوم شو            

ago_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۱ - ۱۳:۱۹
غدلی و قضایی

د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايی مرکز استیناف محکمې، د ۱۳۹۸ کال د سلواغې پر ۲۱ د لوګر ولایت د محمداغې ولسوال نورمحمد د طلامحمد زوی، د ۱۸ میلونه افغانیو رشوت اخېستنې په تور محاکمه کړ.

د مؤظف څارنوال د صورت دعوې پر بنسټ، د محمداغې ولسوال د یو زر او ۸۰۰ جریبه ځمکې پر سر د محمداغې ولسوالۍ له اوسېدونکي دولت خان د حسین خان له زوی څخه چې د دغې ځکمې وارث بلل کېږي، د هر جریب په بدل کې د لس زره افغانو رشوت چې ټولې ۱۸ میلونه افغانۍ کېږي، غوښتنه کړې ده.

د قضیې مؤظف څارنوال، د څېړنو تر بشپړاوي، د صورت دعوې له ترتیب او د یاد تور د سپیناوي لپاره د اسنادو، شواهدو او مدارکو تر راوړنې وروسته د قضايي ناستې له پلاوي غوښتي، چې یاد تورن ته د جزا کود د ۳۷۰ ، ۳۸۵ او ۳۷۵ مادې د دویمو فقرو او ۳۷۱ مادې شپږمې فقرې له مخې سزا ورکړي.

د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د ابتدايي محکمې قضايي پلاوي، د مؤظف څارنوال د صورت دعوې او د ۱۸ میلونه افغانیو رشوت اخېستنې په تور د محمد اغې د ولسوال د دفاعیې په پام کې نیولو سره نوموړی د جزا کود د ۳۸۵ مادې لومړۍ فقرې، ۳۷۵ مادې دویمې فقرې او ۳۷۱ مادې لومړۍ فقرې د شپږم بند له مخې، پر لس کاله تنفیذي بند، د رشوت برابر په ۱۸ میلیونه نغدي سزا او د دندې پر انفصال محکوم کړ.

د یادونې وړ ده، چې نوموړی د ادارې فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ابتدایه محکمې له خوا هم پر لس کاله تنفیذي بند، د رشوت برابر پر ۱۸ میلیونه نغدي جزا او د دندې پر انفصال محکوم شوی و.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۵ - ۹:۱۷
Background image

د لویې څارنوالۍ عالي شورا ناسته وشوه

د لویې څارنوالي عالي شورا ناسته د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي په مشرۍ، د ۱۳۹۸ کال د کب پر څلورمه وشوه . . .

دوشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۱ - ۱۳:۱۹
Background image

د محمداغې ولسوال پر لس کاله او شپږو میاشتو بند محکوم شو            

د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايی مرکز استیناف محکمې، د ۱۳۹۸ کال د سلواغې پر ۲۱ د لوګر ولایت د محمداغې ولسوال نورمحمد د طلامحمد زوی، د ۱۸ میلونه افغانیو رشوت. . .

چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۶ - ۱۰:۲۶
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي په اړه د ځینو رسنیو د اعلامیې په ارتباط د ا.ا.ج لویې څارنوالۍ اعلامیه

د ځینو رسنیو مسؤولانو د ۱۳۹۸ کال د سلواغې پر ۱۵ په کابل کې د یوې اعلامیې د اورولو په ترڅ کې وویل، چې ځینې دولتي ادارې د اطلاعاتو پر ورکړې محدودیت لګولی او ځینې ادارې یې د «تړلو ادارو». . .

BACK TO NEWS