د میدان وردک د استیناف څارنوالۍ رئیس د دغه ولایت د ولایتي شورا او د مثبت فکر مدني ټولنې له لوري وستایل شو

Ago
یکشنبه ۱۳۹۷/۱۰/۹ - ۱۳:۱۱
maidan

د میدان وردک د استیناف څارنوالۍ رئیس څارنیار ګل احمد الکو د غوره مدیریت، سالمې رهبرۍ او ښو لاسته راوړنو له امله د یاد شوي ولایت د ولایتی شورا او مثبت فکر مدني ټولنې له خوا وستایل شو. د نوموړي د ستاینې په موخه د ۱۳۹۷ کال د مرغومي پر پنځمه د میدان وردک په استیناف څارنوالۍ ریاست کې غونډه رابلل شوې وه.

په دغه ستاینغونډه کې د میدان وردک والي ډګر جنرال مظفرالدین یمین، امنیه قوماندان، د ملي امنیت رئیس، قومي مشرانو او ګڼو ځوانانو ګډون کړی و.

د یادې شوې ستاینغونډې په ترڅ کی د ولایتی شورا رئیس ښاغلي اختر محمد طاهري د اداري فساد پر ضد د مبارزې، غوره مدیریت او د چارو د روڼتیا په رامنځته کولو کې د ښاغلي الکو لاسته راوړنې د پام وړ وبللې او زیاته يې کړه، چې ټولنه دا ډول کسانو ته اړتیا لري.

په ورته وخت کې د مثبت فکر مدني ټولنې مشر خوښي څرګنده کړه او زیاته يې کړه، چې ښاغلي الکو تل هڅه کړې، چې قانون په ښه توګه پلی شي.

له دې سره سم څارنیار ګل احمد الکو د ولایتی شورا د وکیلانو او همداراز د مثبت فکر ټولنې د ستاینې او باور مننه وکړه او زیاته يې کړه، چې په دې برخه کې به خپلې هڅې د تېر په څېر جاري ساتي.