د ننګرهار استیناف څارنوالۍ په ۱۳۹۷ کال کې ۸۰۴ قضيې څېړلې دي

Ago
چهارشنبه ۱۳۹۷/۱۲/۲۲ - ۱۶:۱
nangarhar

د ننګرهار د استیناف او د ملي امنیت څارنوالیو رئیسانو په یوې خبري غونډه کې وویل، دغې ادارې ته تېر کال ۱۵۱۸ قضيې رسېدلې، چې ۸۰۴ يې څېړل شوې او ۷۱۴ نورې يې تر کار لاندې دي.

دا غونډه د جلال اباد ښار په شاهي ماڼۍ کې د ۱۳۹۷ کال د کب پر ۲۱ وشوه. په دغه غونډه کې د ننګرهار د استیناف څارنوالۍ رئیس محمدولي هاشمي، د ملي امنیت څارنوالۍ رئیس ذاکرالله وحدت، د لويې څارنوالۍ د ولایتي مراقبت او کنټرول رئيس عبدالفتاح شفق، د ولایت مقام د سکتوري او تخنیکي خدمتونو رئيس فضل ربي همیم، د عدليې او د حج او اوقافو رئيسانو او ګڼو نورو مسؤولانو ګډون کړی و.

په یاده غونډه کې د ننګرهار استيناف څارنوالۍ رئيس وويل، چې دغې څارنوالۍ ته د ۱۳۹۷ کال په اوږدو کې د اداري فساد، غلا، فريبکارۍ، غصب، انسان تښتونې، پر ښځو د تاوتريخوالي، جعل، امانت کې خيانت، اخلاقي فساد او نورو جرمونو اړوند قضیې رارسېدلي دي.

نوموړي وويل، چې په ياده موده کې يې د بېلابېلو جرمونو له امله درې ميليونونه افغانۍ د دولت خزانې ته سپارلې دي.

نوموړي زياته کړه، چې په ۱۳۹۷ کال کې يې له يو شمېر مجرمينو وسلې، نقلیه وسایط او نشه يي توکي هم ترلاسه کړي او اړوندو ادارو ته يې سپارلي دي.

د ملي امنيت د کورنيو او بهرنيو جرمونو د مخنيوي څارنوالۍ رئيس ذاکرالله وحدت وويل، چې په ۱۳۹۷ کال کې يې د عمومي جرمونو، ملي امنيت کارمندانو سرغړونو، د کورنيو او بهرنيو جرمونو، تروريزم، انسان تښتونې او قاچاق په برخه کې يې ګڼې قضيې څېړلې او يو شمېر نورې يې تر کار لاندې دي.

د لويې څارنوالۍ د ولايتي کنټرول او مراقبت رئيس عبدالفتاح شفق هم خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې د ننګرهار څارنوالۍ مسؤولان تل د خپلو اجرااتو راپور له ولس سره شریک کړي دي.

نوموړي وويل، په کومه ټولنه کې چې د جرمونو مخنيوی ونه شي هلته سکون او ارامتيا نه وي. ښاغلي شفق پر مسؤولانو غږ وکړ، چې د ټولنې د خوندیتوب او ثبات لپاره دې د جرايمو په مخنيوي کې جدي هلې ځلې وکړي.

په دغه غونډه کې د د ننګرهار د استیناف څارنوالۍ چارې هم وستایل شوې او ګډونوالو وویل، چې په دې وروستیو کالو کې د لویې څارنوالۍ په ټولو برخو کې د پام وړ مثبت بدلونونه راغلي دي.