د ننګرهار په محبس کې د دستار بندۍ مراسم ترسره شول

Ago
یکشنبه ۱۳۹۸/۱/۱۸ - ۹:۳۶
nangarhar

د ننګرهار محبس د نعمان بن ثابت مدرسې څخه ۹۰ کسان، چې ۵۰ یې ناظره او ۴۰ حافظان و فارغ او د دوی د دستاربندۍ مراسم د ۱۳۹۸ کال د وري پر ۱۱ د ننګرهار په محبس کې ترسره شول.

 په دغه مراسمو کې د ننګرهار مرستیال والي تمیم عارف مومند، د ولایتي شورا غړي اجمل عمر، داستيناف څارنوالى پلاوي ، د حج او اوقافو، عدلیې او اطلاعاتو فرهنګ رئیسانو، د امنیې قوماندانۍ مرستیال، د محبس مدیر او ځینې علمای کرامو ګډون کړی وو.

د ننګرهار مرستیال والي تمیم عارف مومند د خبرو پر مهال د قرانکريم فارغ شوو قاریانو او  حافظانو ته مبارکي ورکړه او د دوی د استادانو د هلوځلو د یادونې تر څنګ یې د محبس له مدیریت څخه مننه وکړه، چې په دې برخه کې یې بندیاتو ته سهولتونه برابر کړي دي. نوموړي د محبس مدیر ته لارښوونه وکړه، چې بندیانو ته په دې برخه کې لا زیات سهولتونه برابر کړي.

nangarhar

همداراز ښاغلي مومند له عدلي او قضایي ارګانونو وغوښتل، چې د جمهوري ریاست د ازادۍ او بند مودې کمونې فرمانونه، پر ټاکلې وخت تطبیق کړي او ټینګار یې وکړ، چې د بندیانو دوسیې دې په جدي توګه وڅېړل شي.

د ننګرهار د ارشاد، حج اواوقافو رئیس مولوي محمد داود مجاهد هم یادو فارغینو ته پر مبارکۍ سربېره سپارښتنه وکړه، چې تر دې هم زیاتې دیني زده کړې وکړي، ترڅو له محبس څخه د ازادۍ پر مهال د اصلاح کېدو ترڅنګ په اسلامي علم سمبال ټولنې ته وړاندې شي.

په ورته مهال، د ننګرهار د ولایتي شورا غړي اجمل عمر د حافظانو د بند مودې د کمونې غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه، چې د بندیانو دوسیې دې په جدي او شفاف ډول وڅېړل شي او هغه بندیان چې د بند موده یې بشپړه شوې، باید پر وخت له بند څخه ازاد شي. همدا راز نوموړي د ننګرهار د محبس مدیر ته د ښو کړنو له امله ستاینلیک هم ورکړ.

له دې سره سم د ننګرهار محبس کې د نعمان بن ثابت مدرسې استاد قاري عبدالسلام مملوال وویل، چې له تېرو پنځه کلونو راپدې خوا يې مدرسه فعاله کړې، چې په یو کال کې یې ۵۰ تنه ناظره او له دوه کلنې ښوونې وروسته یې ۴۰ تنه حافظان فارغ کړي، چې نن یې د فراغت او دستاربندۍ مراسم نيول شوي دي.

د یادې شوې غونډې په پای کې، د ننګرهار د محبس مدیر سمنوال عبدالولي حصارک له ټولو ګډونوالو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې دا مهال په  ننګرهار محبس  کې ۱۷۳ کسان د حفظ،۲۴۷ کسان د تفسیر او تجوید او ۱۴۴ نور د فقې په برخه کې په زده کړو بوخت دي .

د یادونې وړ ده، چې دا مهال د ننګرهار په محبس کې ۲۱۲۲ کسان بندیان دي، چې ۳۷ یې میرمنې او ۴۷ نور یې بهرني اتباع دي .