د نیمروز ولایت د نفتي مدیریت د درېيو کارکوونکو په ګډون پنځه کسان په مجازاتو محکوم شول

Hussain_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۴ - ۱۴:۵۰

په نیمروز ولایت کې د محاسبې مدیر عاشق الله او د نفتي موادو د کنټرول عمومي مدیریت ماموران عبدالخالق او عبدالعزیز، د غلام علي نورزي سوداګریز شرکت رئیس غلام علي نورزی او کمېشنکار زلمی د دغې قضیې تورن دي، چې په ګډه يې د ۶٫۷۱۰ ټنه نفتي موادو د وزن په کمولو چې ۷۶ زره او ۱۹۲ افغانۍ راتلې، اختلاس کړې دي.

د نیمروز استیناف څارنوالۍ د اختلاس په تور د دغو تورنو قضیه د تحقیق تر بشپړولو وروسته د دغه ولایت د ښاري ابتداییه محکمې د عامه امنیت دیوان ته ولېږله.

د موظف څارنوال د صورت دعوا پر اساس، دغو کسانو د نفتي موادو د وزن په کمولو د یاد شوي شرکت په ګټه او عامه ګټو په زیان کار کړی دی. د موظف څارنوال په وینا، د دغه ولایت د نفتي موادو د مدیریت موظفین د وظایفو د لایحو پر خلاف په عمدي توګه د نفتي موادو نوعیت، کیفیت او کمیت د واقعیت پر خلاف ثبت کړی دی.

د دې قضيې موظف څارنوال د تحقیق تر بشپړولو او اتهامنامې تر ترتیبولو وروسته د شواهدو او اسنادو پر اساس، د نیمروز د عامه امنیت ابتداییه محکمې څخه تورنو ته د جزا کوډ د ۷۷۹، ۴۳۷، ۴۰۷، ۸۶ او ۸۵ مادو پر اساس او د کمېشنکارانو د طرزالعمل د ۹ مادې د دویمې او درېيمې فقرې په رعایتونې سره د مجازاتو غوښتنه کړې ده.

د عامه امنیت ابتدییه محکمې قضايي پلاوي د محاسبې مدیر عاشق الله، د نفتي موادو د عمومي مدیریت د کنټرول ماموران عبدالخالق او عبدالعزیز د اختلاس په جرم هر یو په دوه کاله او د غلام علي نورزي سوداګریز شرکت رئیس غلام علي نورزی، کمېشنکار زلمی په اختلاس کې د شرکت په تور هر یو په یو کال او یو میاشت تنفیذي حبس محکوم کړل.

همداراز د دغې محکمې قضايي پلاوي د تضامن په توګه یاد شوي تورن په ۷۶ زره او ۱۹۲ افغانیو نقدي جزا هم محکوم کړل.