د هېواد لوی څارنوال د ولسي جرګې ټاکنو لپاره خپله رایه وکاروله

superadmin
شنبه ۱۳۹۷/۷/۲۸ - ۱۵:۵۱
41

د هېواد لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي د ۱۳۹۷ کال ولسي جرګې ټاکنو لپاره خپله رایه نن د دغه کال د تلې پر ۲۸ وکاروله.

څارنپوه محمد فرید حمیدي دا ورځ د هېوادوالو لپاره برخلیک ټاکونکې وبلله او له ټولو هېوادوالو یې وغوښتل، تر څو له دې حق څخه چې اساسي قانون ورته ورکړی، استفاده وکړي.

ښاغلي حمیدي له امنیتي ځواکونو څخه د مننې تر څنګ وویل، د امنیتي ځواکونو د لوړ همت او سرښندنو په برکت نن د افغانستان خلک د رايي اچونې له حق څخه استفاده کولا شي. نوموړي په همدې اړه زیاته کړه: «د افغانستان خلک باید د امنیتي ځواکونو خدمتونو ته د احترام لپاره د رایي اچونې صندوقونو ته لاړ او د حاکمیت د اعمال لپاره خپله رایه وکاروي».

لوی څارنوال هیله څرګنده کړه او ویې ویل، چې له امنیتي ننګونو سره سره بیا هم هېوادوال د رایې اچونې مرکزونو ته روان دي او دا د دې ښکارندويي کوي، چې د دې خاورې خلک راتلونکي ته هیله من او غواړي له دې لارې خپل راتلونکی وټاکي.

د افغانستان ولسي جرګې ته د هېواد له سراسر څخه ۲۵۰ کسان د ولس له خوا تر ټاکلو وروسته د پنځو کالو لپاره انتخابېږي. د نوي حکومت په راتګ سره تر دې دمه د ولسي جرګې دوه دوره انتخابات ترسره شوي او دا درېيم ځل دی، چې ولس د خپلو رايو له لارې د خپلې خوښې وړ نوماند انتخابوي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۷ - ۱۲:۳۷
Background image

له بهرنیو هېوادونو څخه د افغان زندانیانو د انتقال کمېټې غړو ناسته وکړه

دا ناسته د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست د سرپرست په مشرۍ ښاغلي مولوي شمس الدین شریعتي او د دغې کمېټې د نورو غړو په ګډون جوړه شوه . . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۵ - ۱۶:۳۱
Background image

د زندانیانو د انتقال کمېټې غړو ناسته وکړه

دا ناسته د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی رییس محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي په مشرۍ د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د ذوالحجې پر ۲۷ د یاد ریاست د شهرنو په ودانۍ کې جوړه شوه . . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۲ - ۱۰:۵۸
Background image

له ایران څخه ۱۰۰ افغان بندیان افغانستان ته انتقال شول

د افغانستان اسلامي امارت او د ایران اسلامي جمهوري دولت ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړې له مخې چې د بندیانو د انتقال او د هغوی د حقونو د ملاتړ په هکله ده، ۱۰۰ افغان بندیان افغانستان ته انتقال. . .

BACK TO NEWS