د وظیفه يي جرایمو د ارتکاب په دلیل د پنځو څارنوالانو د دندو ځنډېدل

Hussain_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۰ - ۹:۵۴
ago

د اداري فساد د جرمونو پر ضد د مبارزې څارنوالۍ پنځه څارنوالان د افسوتر او اریانا ټیلیکام خصوصي شرکت د قرارداد د قضيې د ارزونې پر مهال د وظیفه يي جرم د ارتکاب په تور متهم پېژندل شوي او دندې يې ځنډېدلې دي.

د لویې څارنوالۍ عالي شورا د ۱۴۰۰ لمریز کال د چنګاښ پر ۱۷، د تفتیش څارنوالۍ ریاست د راپور تر اورېدو وروسته، د دغې قضیې د څېړنې د موظفو څارنوالانو دندې تعلیق او د اداري فساد د لویو جرمونو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز څارنوالۍ عمومي رئيس ته یې هدایت ورکړ چې د دغې قضيې له تورنو تحقیقات پيل کړي.

لویه څارنوالي د اداري فساد پر ضد مبارزې ته ژمنه ده او له دغې پدیدې سره په جدیت له فساده د پاک افغانستان په موخه هڅه او مبارزه کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱:۷
Background image

له مراجعینو او هېوادوالو سره د سرپرست لوی څارنوال لیدنه

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ سرپرست محترم ذبیح الله کلیم نن دوشنبه د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمری پر ۴ د مراجعینو عریضو او غوښتنو ته د رسیدګۍ په موخه مخامخ له ځینو هېوادالو سره. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۴ - ۱۱:۴۳
Background image

د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د لسوګونو افغانانو د وژنې قضیې د ارزولو په تړاو د لویې څارنوالۍ اعلامیه

د کورنيو رسنیو او نړیوالو بنسټونو د خپرو شویو راپورونو پر اساس، لسګونه افغانان د بشرضد عناصرو له خوا د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې وژل شوي دي . . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۱۶:۳۳
Background image

د لویې څارنوالۍ سرپرست د څارنوالۍ د بېلابېلو برخو د اجرااتو د بهیر لیدنه وکړه

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ سرپرست محترم ذبیح الله کلیم نن شنبه د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري پر دویمه، د لویې څارنوالۍ د بېلابېلو برخو او شعبو لیدنه وکړه . . .

BACK TO NEWS