د وینې ټولولو کمپاین ترسره شو

Ago
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۲/۳ - ۱۰:۴۰
blood

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوی څارنوال د لارښونې سره سم د «د وطن سرتیریه! ستا وینه زموږ عزت دی» تر شعار لاندې د پکتیا، پکتیکا، خوست، کنړ او هلمند ولایتونو د استیناف څارنوالیو کارکوونکو د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونه ته د وینې ټولولو کمپاین د ۱۳۹۸ کال د وري په ۳۱ ترسره کړ.

د یادو ولایتونو د استیناف څارنوالیو مسوولانو، امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د وینې ورکړه یو مثبت اقدام وباله او دا یې د هغو د سرښندنو، چې د خلکو په خاطر یې کړې دي، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تشویق هڅه وګڼله. یادو مسوولانو، امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د وینې ورکړه یوه دیني او انساني وجیبه وبلله.

همداراز د عامې روغتیا وزارت مسوولانو، د لویې څارنوالۍ له دغه اقدام څخه د خوښۍ تر څنګ ژمنه وکړه، چې یاده وینه به په شفاف ډول د هېواد امنیتي او دفاعي سرتیرو ته چې  اړتیا ورته لري، ورکړل شي.

د یادونې وړ ده، چې دغه کمپاین د مرکز په شمول د ټولو ولایتونو د استیناف څارنوالیو کې ترسره شو او په ترڅ کې تر درې سوه زرو سي سي وینه، امنیتي او دفاعي ځواکونو ته راټوله شوه.