د کارکوونکو اجرااتو د ارزونې نوې کړنلارې په اړه روزنیز پروګرام ترسره شو

Hussain_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱ - ۹:۲۹
arzyabi

د کارکوونکو اجرااتو د ارزونې نوې کړنلارې په اړه روزنیز پروګرام ترسره شو

د لویې څارنوالۍ د بشري سرچینو عمومي ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون په همکارۍ د دغې ادارې کارکوونکو ته د اجرااتو د ارزونې د نوې کړنلارې په اړه درې ورځنی روزنیز پروګرام جوړ کړ. دا پروګرام چې د ۱۳۹۹ لمریز کال پر ۲۸ د لویې څارنوالۍ ۲۵ کارکوونکو ته پيل شوی و، د دغې میاشتې تر ۳۰ پورې يې دوام وکړ.

په دغه روزنیز پروګرام کې د اجرااتو د ارزونې پر قانوني مبنی، اصولو، ګټو او شرایطو او همداراز پر وخت ارزونې او له سلیقه يي ارزونو څخه د مخنیوي په اړه ګډونوالو ته روزنه ورکړل شوه.

د کارکوونکو د اجرااتو د ارزونې په نوي فورم کې د پخواني فورم په نسبت چې له ۱۳ کالو راهیسې نه و نوی شوی، ځینې تغییرات راغلي او له مخې به یې په ۱۴۰۰ لمریز کال کې دولتي کارکوونکي د نوې کړنلارې پر اساس ارزول کېږي.

په نوې کړنلاره کې د کارکوونکو پر مکافاتو او مجازاتو، نوښتونو، د غوره خدماتو پر وړاندې کولو او همدارنګه د خپلو اجرااتو په اړه د کارمن پر مسؤولیت ټینګار شوی دی.

د یادونې وړ ده، چې  تر دغه پروګرام وروسته به پخپله د لویې څارنوالۍ د بشري سرچینو عمومي ریاست ورته روزنیز پروګرامونه د خپلې ادارې کارمنو ته جوړوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۲ - ۱۳:۵۵
Background image

لویې څارنوالۍ د ۱۳۹۹ لمریز کال په سلواغې کې د عسکري جنايي جرمونو ۱۸۵ قضیو ته رسېدنه کړې

په دغو قضیو کې ۸ قضيې د قتل، ۲ د غلا، ۱ د اخلاقي جرمونو، ۸ د مالي او اداري جرمونو، ۱ د نشه يي توکو او ۱۶۶ هم د نورو جرایمو په تړاو دي . . .

یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۰ - ۱۱:۲۵
Background image

له کورني او بهرني امنیت ضد جرایمو سره د مبارزې او نظامي ۶۷ څارنوالان د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملي ورځې په مناسبت فوق العاده ترفیع وکړه

څارنپوه محمد فرید حمیدي د دغو څارنوالانو د ترفیع د غونډې ګډونوالو او افغانانو ته د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملي ورځې د مبارکۍ تر څنګ هغو څارنوالانو ته چې ترفیع يې کړې وویل، د. . .

شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۹ - ۱۴:۵۱
Background image

لویې څارنوالۍ کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ ملي ورځ د وینې په اهدا کولو ونمانځل شوه

دا غونډه د هېواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ په موخه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لوی څارنوال څارنپوه محمدفرید حمیدي، د لویې څارنوالۍ د قضایي تعقیب چارو مرستیال غلام حیدر. . .

BACK TO NEWS