د کنړ استیناف څارنوالۍ په ۱۳۹۸ مالي کال کې ۴۶۰ قضیې ثبت کړې او څېړلې دي

ago_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۶ - ۱۱:۶
kunar

د کنړ استیناف څارنوالۍ په ۱۳۹۸ مالي کال کې ۴۶۰ قضیې ثبت کړې او ارزولې دي. د دغو  قضیو له ‌ډلې یې ۲۷ د وژنې، ۴۸ یې د غلا، ۵۲ یې د نشه یې توکو، ۶۴ د ترافیکي جرمونو، ۹ د اداري فساد، ۱۰ له ښځو سره د تاوتریخوالي او پاتې نورې د بېلابېلو جرمونو په اړه دي.

د یاد ریاست د راپور پر بنسټ،دغه ریاست ۲۵۶ قضیې ابتداییه محکمې ته او ۸۳ قضیې یې استیناف محکمې ته لېږلي دي. همداراز ۱۸۷ نورو قضیو خپل محاکماتي پړاوونه بشپړ کړي دي. د یاد ریاست د راپور له مخې، د دغو قضیو له ‌‌‌ډلې ۹۲ قضیې د مناسبو دلیلونو د نه شتون له مخې حفظ شوې، ۱۴ قضیې اړوندو ادارو ته استول شوې او ۱۸ نورې قضیې د یاد ریاست تر کار لاندې دي.

د دغه ریاست راپور زیاتوي، چې په دغو قضیو کې د یوې ښځې په ګډون ۲۰۲تنه محبوسین او محجوزین، چې دوسې یې محکمې ته استول شوي، د قصیر حبس څخه نیولې تر لومړۍ درجې بند پورې په بېلابېلو سزاوو محکوم شوي دي.

د کنړ استیناف څارنوالۍ په خپل راپور کې زیاتوي، چې یادو قضیو کې یې ۳ موټر، ۴ تفنګچې، یو کلاشنکوف د محکمو د قطعي حکم پر بنسټ، له تورنو کسانو څخه مصادره کړي دي. همدارنګه له تورنو څخه د نقدي جرایمو له درکه ۳ میلیونه او ۶۷۵ سوه ۳۶۶ افغانۍ یې د دولت قطعي حساب ته تحویل کړې او د نشه‌يې توکو د خرڅلاو او قاچاقو د قضیو له درکه یې درې لیتره الکولي مشروبات، ۱۷ ګرامه تریاک، ۱۴.۵۷۲ کیلو ګرامه چرس، ۱۸۴۴.۸۶ کیلو ګرامه قیمتي تیګې، ۸.۶ ګرامه هیرویین او یو ګرام شیشه ترلاسه کړي دي.

همداراز یاد ریاست په ۱۳۹۸ مالي کال کې، د ولسمشر د بښنې او بندمودې کمونې شپږ فرمانونه هم تطبیق کړي، چې په پایله کې یې ۷۸ محبوسین او محجوزان له بنده ازاد شوي او د ۳۷ نورو د بند موده کې کموالی راغلی دی. همدارنګه په تېر مالي کال کې د یاد ولایت په محبس کې اته تنه ښځینه محبوسین او محجوزینو هم شتون درلود، چې پنځه تنه یې د یادو فرمانونو پر بنسټ خوشې شوي او پاتې یې د بند مودې د پوره کېدو په موخه د ننګرهار مرکزي محبس ته لېږل شوې دي.

د کنړ استیناف څارنوالۍ ریاست مسوولینو په تېر مالي کال کې د یاد ولایت د مرکزي زندان څخه څو وارې لیدنه کړې ده او د بندیانو د روغتیایي او معیشتي وضیعت د ښه والي په موخه یې د زندان مسوولینو ته لازم هدایت  ورکړې دی.

د یادونې وړ ده، چې یاد ریاست د چارو د ښه والي په موخه د ولایت په کچه له بېلابېلو امنیتي، کشفي او عدلي او قضایي ادارو سره ناستې کړې دي او همدارنګه د مدني ټولنو له غړو، قومي مشرانو او علماوو سره یې د عدالت د ټینګښت په موخه د همغږۍ ناستې کړې دي او د خپلو ترسره کړو کړنو راپور یې ورکړې دي.

همدارنګه د کنړ د استیناف څارنوالۍ د خپل مالي راپور په هکله زیاتوي، چې یاد ریاست د ۱۳۹۸ مالي کال کې، خپله ۹۹ سلنه عادي بودیجه هم مصرف کړې ده.