د ۷۵ میلیونو افغانیو د اختلاس دوسیه د څېړنو تر بشپړاوي وروسته محکمې ته واستول شوه

Ago
یکشنبه ۱۳۹۸/۵/۱۳ - ۱۵:۲۵
logo

د فراه استیناف څارنوالۍ د ۹ کسانو د اختلاس دوسیه د څېړنو تر بشپړاوي وروسته د یاد ولایت ښاري ابتدایه څارنوالۍ ته واستوله.

د بندر سرپرست، د بندر مدیر، د ګمرک ریاست د څېړنې مدیر، د خروجي بندر مامور، د خروجي دروازې دوه مامورین او د یاد ولایت د بندر د علم خبر د توزیع درې مسؤولین د یادې قضیې تورن پېژندل شوي دي.

د قضیې مؤظف څارنوال، د یادې قضیې د څېړنې تر بشپړاوي، د اتهام نامې او دعوې له ترتیب او د جرم د اثبات لپاره د دلیلونو تر راوړلو وروسته، د اسنادو او شواهدو له مخې، د فراه له ښاري ابتدایې محکمې څخه غوښتي، چې پر یادو تورنو د جزا کود ۲۷۰ او ۲۷۳ ماده تطبیق کړي.

د یادونې وړ ده، چې د فراه ګمرک ریاست، د احمد ولد نوراحمد د نفتي موادو د توریدي شرکت د پور د قضیې پاڼې د څېړنې په موخه، د یاد ولایت استیناف څارنوالۍ ته استولې وې. له څېړنو وروسته یادې استیناف څارنوالۍ تائید کړې، چې د زمری ولد علاوالدین شرکت د ۱۳۹۳ کال د زمري له ۱۴ تر ۱۳۹۳ کال د لېندۍ تر ۳۰ له ایران اسلامي جمهوري دولت څخه د ګمرکي محصول له ورکړې پرته د علم خبر ۳۳۰ قطعې تېل وارد کړي دي.

د فراه د استیناف څارنوالۍ د څېړنو پر بنسټ، یاد شرکت  ۷۵ میلیونه افغانۍ باقي دی.