د ۸۵۱۴ ګرامه سرو زرو د قاچاق دوسیه محکمې ته واستول شوه

ago_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۳۰ - ۱۷:۷
balkh

یو ۱۹ کلن زرګر د ۱۳۹۸ کال د وږي پر ۱۵ د ملي امنیت د مسؤولینو له خوا، د مولانا جلال الدین بلخي نړیوال هوایي میدان کې له ۸ کیلو او ۵۱۴ ګرامه سرو زرو سره ونیول شو.

د نوموړي دوسیه د وږي پر ۱۶ د بلخ استیناف څارنوالۍ ته ورسېده او د څېړنو تر بشپړاوي او صورت دعوې له ترتیب وروسته د روان کال د مرغومي پر ۱۷ محکمې ته واستول شوه.

د مؤظف څارنوال لاسته راوړنې ښیي، چې نوموړي یاد کچه سره زر ترکیه کې اخېستي او د «ایرلاین ترکش الوتکې) په وسیله یې بلخ ته انتقال کړي دي. یاد زرګر مؤظفو مسؤولینو ته د سرو زرو د ګمرک نه ورکولو په دلیل د هوایي میدان خروجي دروازه کې نیول کېږي.

د قضیې د څارنوال د لاسته راوړنو پر بنسټ، د یادو سرو زرو ارزښت ۹ میلیونه او ۱۰۶ زره او ۷۷۹ افغانۍ اټکل شوی دی. د قضیې څارنوال په خپله صورت دعوې کې په ډاګه کړې، چې لاسته راغلي سره زر یې د بلخ نړیوال هوایي میدان کې د کابل بانګ څانګې ته په امانت ډول سپارلي دي.

د قضې مؤظف څارنوال د څلورو الزامي دلیلونو له مخې، د قضیې تورن د عدلي تعقیب وړ ګڼلی او د یادې کچې سرو زرو د مصادرې ترڅنګ یې له محکمې غوښتي څو تورن ته د جزا کود د ۷۷۹ او د همدې مادې د درېیمې فقرې له مخې سزا ورکړي.