سمنګان کې له یوې درې کسیزي ډلې د لواطت په تور څېړنه وشوه

Ago
شنبه ۱۳۹۸/۴/۱۵ - ۱۵:۵۹
ago

د سمنګان مرکز ایبک ښار کې درې کسان د جنسي تېري(لواطت) په تور د ۱۳۹۸ کال د وري پر ۲۹ د کشفي او امنیتي ادارو له خوا ونیول شول.

د یادې ډلې څخه څېړنه د چنګاښ پر لومړۍ بشپړه شوه او دوسیه یې د یاد ولایت محکمې ته واستول شوه.

د قضیې د مؤظف څارنوال د دعوې پر بنسټ، د تورن کس مبایل د زیانمن کس له لاسه مات شوی. که څه هم هغه د مبایل د تاوان جبرانولو ته اماده شوی؛ خو تورن کس پیسې نه دي منلې او هلک یې کور ته بېولی او په جامو ایستلو او لواطت کولو سربېره یې په زور، فشار او ګواښ سره د یادې صحنې فیلم هم ثبت کړی دی.

مؤظف څارنوال زیاتوي، چې یاد تورن په پرلپسې توګه هلک ګواښوي، چې که خبره  یې ونه مني، فیلم به یې فېسبوک کې خپور کړي.

په دعوه کې راغلي، چې پر زیانمن کس سربېره یاد تورن د هلک نور خپلوان هم د ده له طریقه خپل کور ته دعوت کړي او له هغوی څخه یې لوڅ عکسونه په زور سره اخېستي دي.

د قضیې څارنوال لیکلي، چې د یاد زیانمن د یو خپلوان لوڅ عکس، چې د یاد تورن له خوا اخېستل شوی، خپور شوی او د دوو نورو تورنو لاس ته ورغلی دی. دوی هم دویم هلک ګواښلی چې لوڅ عکسونه به یې خپاره کړي او د لواطت غوښتنه یې ترې کړې؛ خو بریالي شوي نه دي.

د قضیې مؤظف څارنوال له محکمې غوښتي، چې د یادې قضیې اصلي عامل ته د جزا کود د ۱۷ او ۱۵۸ مادې او د جزا قانون د ۴۲۹ مادې مطابق چې پر لواطت سربېره یې فیلم هم ډک او خپور کړی، جزا ورکړي.

یاد څارنوال له محکمې څخه دوو نورو تورنو کسانو ته د جزا کود د ۵۲، ۷۵، ۶۳۸ او ۶۳۹ مادې لومړۍ فقرې له مخې، چې د زیانمنو عسکونه یې په لاس راوړي او د یاد ناوړه عمل د ترسره کولو په موخه یي خپاره کړي، د جزا غوښتنه کړې ده.