له کورني او بهرني امنیت ضد جرایمو سره د مبارزې او نظامي ۶۷ څارنوالان د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملي ورځې په مناسبت فوق العاده ترفیع وکړه

څارنپوه محمد فرید حمیدي د دغو څارنوالانو د ترفیع د غونډې ګډونوالو او افغانانو ته د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملي ورځې د مبارکۍ تر څنګ هغو څارنوالانو ته چې ترفیع يې کړې وویل، د لویې څارنوالۍ د رهبري له خوا ستاسې فوق العاده ترفیع د قانون د تطبیق، د عدالت د تأمین او خدمت کولو په برخه کې ستاسې هڅو ته ارزښت ورکول دي.
په دې غونډه کې د لوی څارنوال په ګډون، له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي د چارو د لویې څارنوالۍ مرستیالې سینا شنا منصور او د دې ادارې ځینو رئیسانو ګډون کړی و. دا غونډه د ۱۳۹۹ لمریز کال د لویې څارنوالۍ د عالي شورا د غونډو په تالار کې وشوه.
د دغو څارنوالانو په ډله کې چې ترفیع يې کړې، ۲۳ څارنوالانې او څلور څارنوالان له مرکزه او ۴۰ هم له ولایتونو څخه وو.
د هېواد لوی څارنوال دغو څارنوالانو ته چې د خدمت جوګه شوې وو، وویل: «په لویه څارنوالۍ کې مشارکت باید د افغانستان د خلکو، قومیتونو، ټولو قشرونو او ډلو هېنداره وي.»
ښاغلي حمیدي د دغو څارنوالانو له کورنیو چې د دوی ملاتړ يې کړی او په لویې څارنوالۍ کې يې د کار فرصت ورکړی، مننه وکړه او دغو څارنوالانو ته يې د بریا هیله وکړه.
بلخوا د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي او د ماشومانو د سرغړاویو په چارو کې د لویې څارنوالۍ مرستیالې سینا شنا منصور امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د دې ورځې د مبارکۍ تر څنګ وویل، چې د لویې څارنوالۍ رهبري هڅه کوي، ټولو کارکوونکو په ځانګړې توګه ښځینه کارکوونکو ته خوندي کاري چاپېریال رامنځته کړي. نوموړې په دې اداره کې د ښځو مشارکت او د کاري زمینې د برابرولو په پار د لوی څارنوال مننه وکړه.
دا په داسې حال کې ده، چې لویه څارنوالي په مرکز او ولایتونو کې هر کال د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملي ورځ، ټپی سرتېرو ته د وینې په اهدا کولو نمانځي.