لويه څارنوالي د دغې ادارې د بهر نیو اړیکو پالیسي جوړوي

superadmin
یکشنبه ۱۳۹۷/۷/۱ - ۱۴:۵۱
26

لويه څارنوالي د دغې ادارې په بهرنیو اړیکو پورې د اړوندو چارو د تنظیم او په دې برخه کې د اړینو میکانیزمونو د رامنځته کولو په موخه یوه هراړخيزه پالیسي جوړوي. د دغې پالیسۍ د جوړولو په موخه د لویې څارنوالۍ د پلان او بهرنیو اړیکو ریاست د افغانستان د عدلي سکټور د ملاتړ پروګرام (JSSP) په مرسته د ۱۳۹۷ کال د تلې پر لومړۍ یوه غونډه راوبلله او پر دغې پالیسۍ يې هراړخیزې خبرې وکړې.

د دغې غونډې ګډونوالو وویل، چې د یادې شوې پالیسۍ په مټ به د کارکوونکو لپاره د تحصیلي بورسونو، پاسپورټونو او په کورنيو او بهرنيو کنفرانسونو کې د ګډون لارې چارې او له نورو ادارو سره د دغې ادارې اړیکي د یو ټاکلي او پرمختللي میکانیزم پر اساس تنظیم شي.

دوی همداراز ټینګار وکړ، چې په نژدې راتلونکي کې به دا پالیسي نهايي شي او له مخې به يې اجراات وشي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۹ - ۱۰:۲۹
Background image

لویه څارنوالي کې د جمهوري ریاست عالي مقام د احکامو او هدایاتو د تعقیب غونډه وشوه

دا غونډه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د سرپرست محترم ذبیح الله کلیم په مشرۍ او د دغې ادارې د مرستیالانو او ځینو رئيسانو په ګډون د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي پر ۱۸ وشوه . .. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۸ - ۱۵:۵۰
Background image

د لویې څارنوالۍ د عالي شورا فوق العاده غونډه وشوه

د لویې څارنوالۍ عالي شورا غونډه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ سرپرست محترم ذبیح الله کلیم په مشرۍ او د دغې غونډې د ګډونوالو په حضور نن د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي پر ۱۸. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۸ - ۸:۴۰
Background image

د اداري فساد د لویو جرمونو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته معیاري ودانۍ جوړېږي

دا ودانۍ په ۷۰ جریبه ځمکه کې په پخه او اساسي توګه د کابل پنځلسمې ناحیې په قصبه سیمه کې رغېږي، چې په دغه ځمکه کې د مرکز اصلي ودانۍ، زرغونه سیمه او نور اړینې اړتیاوې پکې راځي . . .

BACK TO NEWS