لويې څارنوالۍ د اداري فساد پر ضد د مبارزې او د دغې ادارې د کارکوونکو د ظرفیت لوړاوي په موخه دوه هوکړه لیکه لاسلیک کړل

superadmin
چهارشنبه ۱۳۹۷/۶/۷ - ۱۵:۵۱
25

لويې څارنوالۍ د اداري فساد پر ضد د کارندې او ګټورې مبارزې په موخه د افغانستان له عدالت مؤسسې (AJO) او د لویې څارنوالۍ د کارکوونکو د ظرفیت لوړاوي لپاره له اړیکو دفتر (TLO) سره دوه جلا جلا هوکړه لیکونه لاسلیک کړل. دا هوکړه لیکونه د دواړو اړخونو د باصلاحیته پلاوي له خوا د ۱۳۹۷ کال د وږي  پر ۷ د لويې څارنوالۍ په دارلامان ودانۍ کې لاسلیک شول.

د هوکړه لیکونو د لاسلیک پر مهال د لويې څارنوالي مالي او اداري مرستیال وحیدالدین ارغون وویل: «لویې څارنوالۍ تر دې وړاندې هم له امنیتي او دفاعي سکتور سره د اداري فساد مخنیوي په موخه ځانګړی هوکړه لیک لاسلیک کړی دی او په یاد شوي هوکړه لیک کې د راغلو مندرجاتو د تحقق لپاره اوس له عدالت مؤسسې سره هم تفاهمنامه لاسلیکوي.»

ښاغلي ارغون دا هوکړه لیک ګټور وباله او هیله يې څرګنده کړه، چې له امله به یې مثبتې پایلې ترلاسه شي.

د لویې څارنوالې مالي او اداري مرستیال همداراز زیاته کړه، چې د کارکوونکو د ظرفیت لوړاوی د هرې ادارې په لومړیتوبو کې راځي؛ نو د دغه هدف د ترلاسي لپاره له اړیکو دفتر سره یوه هوکړه لیک لاسلیکوي، چې له مخې به يې د هېواد په مرکز، بلخ، کندهار او نهو نورو ولایتونو کې یاده شوې اداره د لسو میاشتو لپاره د لويې څارنوالۍ کارکوونکو د ظرفیت لوړاوي په برخه کې له لویې څارنوالۍ سره همکاري کوي.

په ورته مهال کې د عدالت مؤسسې رئیسې لیمې ناصري هم ژمنه وکړه، چې د اداري فساد پر ضد چې لوی معضل دی، په ګډه مبارزه کوي او دغه هوکړه لیک به د اداري فساد پر ضد مبارزه چټکه کړي.

له عدالت مؤسسې سره د هوکړه لیک پر اساس دا اداره مکلفه ده، چې د اداري فساد پر ضد د مبارزې څارنوالۍ په غوښتنې سره د طرزالعملونو په تدوین، طبع او نشر او همداراز د ګزارش ورکولو لپاره اداري فساد پر ضد د نظارت کمېټې په ایجادونه کې له یاده شوې څارنوالۍ سره همکاري وکړي. پر دې اساس لویه څارنوالۍ به هم د یادې شوې مؤسسې ښوونیزو پروګرامونو، سیمنارونو او ناستو ته مناسب ځای چمتوي کوي او دغو پروګرامونو ته به پر وخت څارنوالان معرفي کوي.

په ورته مهال کې له اړیکو دفتر سره د هوکړه لیک له مخې د اداري کارکوونکو د روزنې لپاره د متخصص کادر روزنه او د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د لويې څارنوالۍ کارکوونکو ته د نژدې دېرشو روزنیزو پروګرامونو ترسراوی د دغه هوکړه لیک اساسي ټکي دي.

د افغانستان عدالت او د اړیکو دفتر دواړه مؤسسې نادولتي او غیرانتفاعي مؤسسې دي، چې د امریکا د سولې انستيتوت له لوري حمایه کېږي او دا دواړه مؤسسې به په لویه څارنوالي کې د خپلو پروګرامونو د ترسراوي لګښت پر خپله غاړه لري.

د یادونې وړ ده، چې د لويې څارنوالۍ د نوې رهبرۍ په راتګ سره په دغه اداره کې د فساد پر ضد د مبارزې او په کاري روڼتیا کې مثبت بدلونونه راغلي دي او د دغې ادارې رهبري پلاوی هڅه کوي، چې د فساد پر ضد مبارزه لا ګړندۍ او کارنده کړي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۹ - ۱۰:۲۹
Background image

لویه څارنوالي کې د جمهوري ریاست عالي مقام د احکامو او هدایاتو د تعقیب غونډه وشوه

دا غونډه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د سرپرست محترم ذبیح الله کلیم په مشرۍ او د دغې ادارې د مرستیالانو او ځینو رئيسانو په ګډون د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي پر ۱۸ وشوه . .. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۸ - ۱۵:۵۰
Background image

د لویې څارنوالۍ د عالي شورا فوق العاده غونډه وشوه

د لویې څارنوالۍ عالي شورا غونډه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ سرپرست محترم ذبیح الله کلیم په مشرۍ او د دغې غونډې د ګډونوالو په حضور نن د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي پر ۱۸. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۸ - ۸:۴۰
Background image

د اداري فساد د لویو جرمونو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته معیاري ودانۍ جوړېږي

دا ودانۍ په ۷۰ جریبه ځمکه کې په پخه او اساسي توګه د کابل پنځلسمې ناحیې په قصبه سیمه کې رغېږي، چې په دغه ځمکه کې د مرکز اصلي ودانۍ، زرغونه سیمه او نور اړینې اړتیاوې پکې راځي . . .

BACK TO NEWS