لويې څارنوالۍ د استیناف څارنوالیو د اداري آمریتونو ازموینه واخیستله

superadmin
یکشنبه ۱۳۹۷/۷/۸ - ۱۶:۵۱
28

د لويې څارنوالۍ د بشري سرچینو د پراختیا عمومي ریاست د ۳۳ ولایتونو د استیناف څارنوالیو د اداري آمریتونو ازموینه د ۱۳۹۷ کال د تلې پر اتمه واخیسته. دا ازموینه د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو کمېسیون د استازیو په حضور او د ملکي خدمتونو له انستیتیوت سره په همغږۍ د دغه انستیتوت په تالار کې واخیستل شوه.

د دغې ازموینې په پرانیسته کې د لویې څارنوالۍ مالي او اداري مرستیال وحیدالدین ارغون وویل، چې په اداره کې د اصلاحاتو راوستنه یو مهم اصل او اړتیا ګڼل کېږي او لویه څارنوالي دغه اصل ته په ژمنتیا سره نن د ولایتونو د اداري آمریتونو ازموینه اخلي.

ښاغلي ارغون زیاته کړه: «دغو بستونو ته ۱۵۶۵ کسانو غوښتنلیکونه سپارلي وو، چې په پایله کې يې  په شرایطو برابر ۳۴۸ کسانو وکولای شول، ازموینې ته لاره ومومي او له دې جملې به ۳۳ کسان په ولایتونو کې د مالي آمرینو په توګه وګومارل شي.»

د لويې څارنوالۍ د مالي او اداري مرستیال په وینا، دا ازموینه په ولایتونو کې په مالي او اداري برخه کې د کاري ظرفیت لوړونې، کار اهل کار ته سپارنې او د غوره او وړ کارکوونکو د ګومارنې په موخه اخیستل کېږي.

په ورته مهال کې د بشري سرچینو د پراختیا عمومي رئيس محمد ناصر همت په ازموینه کې پر روڼتیا ټینګار وکړ او ژمنه يې وکړه، چې هېچا ته به د ازموینو په پایله کې د لاسوهنې اجازه نه ورکوي.

ښاغلي همت زیاته کړه، چې موږ له خدای او ولس سره د تعهد پر اساس د افغانستان خلکو ته خدمت کوو او د همدغه تعهد له مخې کار اهل کار ته سپارو.

د یادونې وړ ده، چې لویې څارنوالۍ د چارو د ښه ترسراوي او د وړ کسانو د ګومارنې په موخه د روان کال په وږي میاشت کې هم له نظامي څارنوالانو یوه ازموینه اخیستې وه.

 

 

 

 

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۶/۲۶ - ۱۰:۳۹
Background image

له اداري فساد سره د مبارزې مرستیالۍ څلور کارکوونکي د( JSSP) دفتر له خوا وستایل شول

په افغانستان کې د عدلي سکتور د ملاتړ پروګرام دفتر (JSSP) د قضیو د ثبت مدیریت څلور کارکوونکي او د اداري فساد د جرمونو پر څېړنه او تنفیذ د څار څارنوالۍ رئیس د قضیو د ثبت له سیسټم څخه د. . .

دوشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۵ - ۱۵:۵۵
Background image

د ۲۷ کسانو په مظنونیت سره د نشه یي توکو ۲۱ قضیې محکمو ته واستول شوې

له نشه یي توکو سره د مبارزې د ځانګړې څارنوالۍ عمومي ریاست، د ۱۳۹۸ کال د وږې میاشتې په درېیمه اوونۍ کې د ۲۷ کسانو په مظنونیت سره د نشه یي توکو ۲۱ قضیې په لاس راوړې او څېړلې دي . . .

جمعه ۱۳۹۸/۶/۱۵ - ۱۱:۱۸
Background image

لویه څارنوالۍ کې له هېواد بهر مجرمینو د راستنولو اړوند د عدلي بنسټونو، کورنیو چارو او بهرنیو چارو وزارتونو تر منځ د همکارۍ ناسته وشوه

دا ناسته د کورنیو چارو وزارت د انټرپول څانګې، بهرنیو چارو وزارت او عدلیې وزارت د استازو په ګډون د ۱۳۹۸ کال د وږي پر ۱۴ د لویې څارنوالۍ د غونډو په تالار کې وشوه . . .

BACK TO NEWS