لويې څارنوالۍ کشفي او استخباراتي ادارو ته د مظنونانو، تورنو او محکومانو د نیولو نوملړ سپارلی

superadmin
چهارشنبه ۱۳۹۷/۷/۲۵ - ۱۵:۵۱
40

لويې څارنوالۍ کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت عمومي ریاست ته د ۱۳۹۵، ۱۳۹۶، ۱۳۹۷ کلونو د هغو تورنو، مظنونانو او محکومانو د نیولو نوملړ سپارلی، چې دې ادارې ته د تحقیق لپاره نه دي حاضر شوي. لويې څارنوالۍ له دغو ادارو غوښتي، چې په یاد شوي لېست کې د درج شویو کسانو په سپارنه کې دې له لويې څارنوالۍ سره د عدالت د تأمین او د قانون د واکمنۍ په برخه کې مرسته وکړي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي «د ځواب وینې د معافیت فرهنګ له منځه وړنې» په نامه په یوه خبري کنفرانس کې د ۱۳۹۷ کال د تلې پر ۲۵ وویل، چې موږ کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت عمومي ریاست ته ۵۴۴۹ قرارونه چې ۷۷۳۱ کسان پکې شاملېږي، سپارلي دي، تر څو یادې شوې ادارې د تورنو، مظنونانو او محکومانو په سپارنه کې له دغې ادارې سره مرسته وکړي.

ښاغلي رسولي زیاته کړه: «لویې څارنوالۍ له دې جملې څخه ملي امنیت عمومي ریاست ته ۶۷۴ قرارونه چې ۸۷۵ کسان پکې شاملېږي، هم سپارلي دي.»

د لويې څارنوالۍ ویاند وايي، په دغو کسانو کې د بېلابېلو سطحو ملکي او نظامي کسان شامل دي، چې پر عسکري جرمونو، له ښځو سره پر تاوتریخوالي، اداري فساد، د نشه يي توکو پر قاچاق او یو شمېر نورو جرمونو مظنون، تورن یا محکوم دي.

نوموړي وویل، که څه هم په تېرو درېیو کالو کې ګڼ شمېر مجرمانو د بند سزا اورول شوې؛ خو هغه مظنون، تورن یا محکومان چې تر اوسه نه دي نیول شوي، ژر تر ژره به ونیول شي او قانوني چلن به ورسره وشي.

د لویې څارنوالۍ ویاند له یادو شویو ادارو وغوښتل، چې د دغه کسانو په سپارلو کې دې جدي اقدامات وکړي.

د ښاغلي رسولي په وینا، موږ په تېرو درېیو کالو کې د کورنیو چارو وزارت له خوا د ګڼو کسانو د نیولو، د لويې څارنوالۍ له خوا د دغو کسانو د تحقیق او سترې محکمې له لوري د نهايي محکمې د حکم شاهدان وو. نوموړي وایي، هغه کسان چې تحقیق ته نه دي حاضر شوي، د امنیتي او استخباراتي ادارو له خوا به تر پېژندلو وروسته لویې څارنوالۍ ته وسپارل شي او تر تحقیق وروسته به یې په اړه قانوني پرېکړې وشي.

ښاغلي رسولي ټینګار وکړ، چې لویه څارنوالي د قانون د حاکمیت او د ځواب وینې د معافیت فرهنګ د له منځه وړنې په برخه کې د پولیسو په مرسته د قرارونو تعقیب ته ژمنه ده.

له دې سره سم د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش په نوملړ کې د درج شویو کسانو د نیولو ډاډ څرګند کړ او زیاته یې کړه، چې په کور دننه او بهر کې هغه کسان چې د قانون له منګولو تښتېدلي، ژر تر ژره ونیول شي.

ښاغلي دانش زیاته کړه: «د کورنیو چارو وزارت له ۱۳۹۵ کال راهیسې ۴۲۶۳۰ قضیې کشف کړې، چې د دغو قضیو اړوند ۵۶۷۸۶ مظنونان او تورن عدلي او قضايي ادارو ته سپارل شوي دي.»

نوموړي همداراز وویل، د راپورونو له مخې په سپارل شوي لېست کې د درج کسانو له جملې ۱۲۹۱ کسان په ناامنو سیمو کې دي، کورنیو چارو وزارت به د دغو کسانو تر نیولو وروسته لویې څارنوالۍ ته د دوی دوسيې د تحقیق لپاره وسپاري. د ښاغلي دانش په خبره، ۲۹۰ کسان هم چې په بېلابېلو جرمونو تورن یا محکوم دي، له هېواد څخه بهر وجود لري؛ خو دوی له انټرپول پولیسو د دغو کسانو د نیولو غوښته کړې ده.

د یادونې وړ ده، چې لویه څارنوالۍ به په لېست کې د درج شویو کسانو تر سپارلو وروسته د هر یوه دوسیه په دقیقه توګه وڅېړي او په اړه به يې لازمې قانوني پرېکړې وکړي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۷ - ۱۵:۳۰
Background image

لويې څارنوالۍ کې د حقوقي زده کړو (ستاژ دورې) ازموینه واخیستل شوه

دا ازموینه د تحقیق په چارو کې د لوی څارنوال مرستیال فرید احمد غوري، په مالي او اداري چارو کې د لوی څارنوال مرستیال وحیدالدین ارغون، د بشري سرچینو عمومي رئيس محمدناصر همت، د دې ادارې د. . .

دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۴ - ۱۶:۸
Background image

د ممنوع الخروج کسانو د ډېټابیس جوړولو په هکله ګډه ناسته وشوه

دغه ناسته د احکامو پر تنفیذ او د حبس و حجز د بدیل څارنوالۍ عمومي رئیس څارنمل محمداسعد ساپي په مشرۍ د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر رئیس سیدعمر صبور، د بهرنیو چارو وزارت د قونسلۍ ریاست، د. . .

پنجشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۳ - ۱۶:۱۴
Background image

د جنډر په هکله د پوهاوي روزنیز پروګرام جوړ شو

دغه دوه ورځنی پروګرام د لویې څارنوالۍ له ښځو د ملاتړ ریاست لخوا د ملل متحد پراختیا ادارې(UNDP) په ملاتړ د ۱۳۹۹ لمریز کال د وږي پر دولسمه او دیارلسمه د کورني او بهرني امنیت پر ضد د. . .

BACK TO NEWS