لويې څارنوالۍ کې د آرشیف، اداري مراسلاتو او دوسیه بندۍ روزنیز پروګرام وشو

superadmin
دوشنبه ۱۳۹۷/۴/۱۱ - ۱۵:۵۱
35

د لويې څارنوالۍ د بشري سرچینو د پراختیا عمومي ریاست د زده کړو او ظرفیت لوړاوي آمریت د آرشیف، اداري مراسلاتو او دوسیه بندۍ دوه ورځنی روزنیز پروګرام د ۱۳۹۷ کال د چنګاښ پر 11 د لويې څارنوالۍ په دارالامان ودانۍ کې ترسره کړ.

دا پروګرام د لويې څارنوالۍ د مرکز او د کابل د څلورو زونونو د آمرانو لپاره ترسره شو او نژدې ۲۰ آمرانو پکې ګډون کړی و.

د یاد شوي پروګرام موخه د ادارې د اساسي مهارتونو په برخه کې د ګډونوالو د پوهې لوړاوی او د ادارې د اسنادو غوره ساتنه بلل شوې ده.

صبور نبي‌زاده د دغه پروګرام یو ګډونوال دا ډول پروګرامونه اړین وبلل او زیاته يې کړه، چې په په یاد شوي پروګرام کې تر ګډون وروسته به وکولای شي، مراجعینو ته غوره خدمات وړاندې کړي.

له بلې خوا نوريې دروېش هم د ادارو کارکوونکو ته د روزنیزو پروګرامونو ترسراوی یو اصل وګاڼه او زیاته يې کړه، چې دا ډول پروګرامونه د کارکوونکو د ظرفیت په لوړاوي کې خورا مرسته کولای شي.
د یادونې وړ ده، چې د بشري سرچینو د پراختیا عمومي ریاست د لویې څارنوالۍ د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې لپاره پرله پسې هڅه کوي او تر دې وړاندې يې هم د ولایتونو د محاسبې مدیرانو ته د ظرفیت لوړاوي په موخه څلور ورځنی روزنیز پروګرام جوړ کړی و.

 

 

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۹ - ۱۰:۲۹
Background image

لویه څارنوالي کې د جمهوري ریاست عالي مقام د احکامو او هدایاتو د تعقیب غونډه وشوه

دا غونډه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د سرپرست محترم ذبیح الله کلیم په مشرۍ او د دغې ادارې د مرستیالانو او ځینو رئيسانو په ګډون د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي پر ۱۸ وشوه . .. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۸ - ۱۵:۵۰
Background image

د لویې څارنوالۍ د عالي شورا فوق العاده غونډه وشوه

د لویې څارنوالۍ عالي شورا غونډه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ سرپرست محترم ذبیح الله کلیم په مشرۍ او د دغې غونډې د ګډونوالو په حضور نن د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي پر ۱۸. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۸ - ۸:۴۰
Background image

د اداري فساد د لویو جرمونو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته معیاري ودانۍ جوړېږي

دا ودانۍ په ۷۰ جریبه ځمکه کې په پخه او اساسي توګه د کابل پنځلسمې ناحیې په قصبه سیمه کې رغېږي، چې په دغه ځمکه کې د مرکز اصلي ودانۍ، زرغونه سیمه او نور اړینې اړتیاوې پکې راځي . . .

BACK TO NEWS