لویه څارنوالۍ خپلو کارکوونکو ته د انګلیسي او کمپيوټر زده کړې روزنیز پروګرام پيلوي

superadmin
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۴/۲۶ - ۱۳:۵۱
15

لویې څارنوالۍ د Homestay په نامه له یوه مشورتي او تدریسي خصوصي ادارې سره د قرارداد له مخې د دغې ادارې کارکوونکو ته د انګلیسي او کمپيوټر زده کړې نهه میاشتني روزنیز پروګرام پيلوي.

په دغه پروګرام کې د ګډون په موخه د لويې څارنوالۍ د بشري سرچینو د پراختیا عمومي ریاست د ظرفیت لوړونې آمریت د دغې ادارې له ځینو کارکوونکو څخه د شمولیت ازموینه واخیسته. دا ازموینه د ۱۳۹۷ کال د چنګاښ پر ۲۶ د لويې څارنوالۍ د کتابتون په تالار کې واخیستل شوه.

په دغه ازموینه کې یو تن ګډونوال تیمورشاه فصیحي د شمال زون ریاست کارکوونکي وویل، چې د انګلیسې ژبې او کمپیوټر زده کړه د کارکوونکو ظرفیت لوړوي. ښاغلي فصیحي زیاته کړه: «تر رسمي وخت وروسته د ستړیا په سبب نه شي کولای، له ادارې بهر د انګلیسي او کمپيوټر زده کړو ته دوام ورکړي.» نوموړي د لویې څارنوالۍ له رهبرۍ د دا ډول پروګرامونو د ترسراوي له امله مننه وکړه.

په دغو ټولګیو کې به تر ازموینې وروسته ۱۶۰ زده کوونکي ومنل شي او ټاکل شوې ده، چې اته ټولګي به د لويې څارنوالۍ په دارالامان او دوه نور به د لويې څارنوالۍ په نوي ښار ودانۍ کې پيل شي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۹ - ۱۰:۲۹
Background image

لویه څارنوالي کې د جمهوري ریاست عالي مقام د احکامو او هدایاتو د تعقیب غونډه وشوه

دا غونډه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د سرپرست محترم ذبیح الله کلیم په مشرۍ او د دغې ادارې د مرستیالانو او ځینو رئيسانو په ګډون د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي پر ۱۸ وشوه . .. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۸ - ۱۵:۵۰
Background image

د لویې څارنوالۍ د عالي شورا فوق العاده غونډه وشوه

د لویې څارنوالۍ عالي شورا غونډه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ سرپرست محترم ذبیح الله کلیم په مشرۍ او د دغې غونډې د ګډونوالو په حضور نن د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي پر ۱۸. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۸ - ۸:۴۰
Background image

د اداري فساد د لویو جرمونو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته معیاري ودانۍ جوړېږي

دا ودانۍ په ۷۰ جریبه ځمکه کې په پخه او اساسي توګه د کابل پنځلسمې ناحیې په قصبه سیمه کې رغېږي، چې په دغه ځمکه کې د مرکز اصلي ودانۍ، زرغونه سیمه او نور اړینې اړتیاوې پکې راځي . . .

BACK TO NEWS