لویې څارنوالۍ د ۱۳۹۸ مالي کال له پيل څخه تر دې دمه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۵۲۷ قضیې څېړلې دي

ago_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۲ - ۱۴:۴۲
jamshid rasooly

دا قضیې ناموس ته د سپکاوي، جنسي تېري، فحشا او ځان سوځونې ته د اړ کولو، اور اچونې، وهنې ډبونې، ټپي کونې او معلولیت، اجباري نکاح، د واده کولو، میراث او زده کړو له حق څخه د محرومیت، کنځا او سپکاوي، ځورونې، اجباري کار او داسې نورو جرمونو اړوند دي.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي، د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو مرکز کې د ۱۳۹۸ کال د لړم پر ۲۲ د یوې خبرې غونډې په ترڅ کې وویل، چې یاد شمېر قضیې د هېواد په کچه پېښې شوې او څارنوالۍ کې ثبت شوې دي. د نوموړي په خبره، لویې څارنوالۍ دا قضیې د هېواد د نافذه قوانینو پر بنسټ په جدي او عادلانه توګه څېړلې دي.

د ښاغلي رسولي د وینا له مخې، له یاد شمېر قضیو څخه یو زر او ۲۴۰ قضیې د وهنې ډبونې، ۲۶۳ د ځورونې او ۲۱۷ د کنځا کولو او سپکاوي په اړه دي، چې زیاتره یې د ۱۳۹۸ مالي کال په لومړیو درېیو ربعو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له امله پېښې شوې دي.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام سره زیاته کړه، چې له یادې شمېرې څخه ډېری قضیې په کابل، هرات او بلخ کې رامنځ ته شوې او ټیټه کچه یې په پروان، غور او بغلان پورې اړوندېږي.

د لویې څارنوالۍ ویاند وویل، چې دغې ادارې د څلورو وروستیو کلونو په اوږدو کې د عدلي کړنلارې له لارې د ښځو د ملاتړ په موخه بېلابېل پروګرامونه په کار اچولي دي. نوموړي په دې اړه د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي سره د مبارزې د هغه ملي کنفرانسونو یادونه وکړه، چې د بېلابېلو دولتي او نادولتي بنسټونو او د ټولنې له بېلابېلو برخو په ځانګړې ډول د ښځینه برخې په ګډون سره رابلل شوي و.

د هغه په خبره، د ورته پروګرامونو په جوړولو او یاده اداره کې له درې سلنې څخه ۲۰ سلنې ته په مسلکي او اداري برخه کې د ښځو د ونډې زیاتونې په موخه د لویې څارنوالۍ د رهبرۍ له جدي هڅو سره سم، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قضیو د ثبت شمېره هم دوه برابره شوې ده.

د نوموړي د څرګندونو پر بنسټ، لویه څارنوالۍ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قضیو د ثبت شمېرې زیاتوالی ښيي، چې په دغې اداره د هېوادوالو په ځانګړې توګه د ښځو باور زیات شوی دی او په خبره یې، اوسمهال د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د ښځینه څارنوالانو په شتون سربېره، په هر ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي ابتدایه او استیناف څارنوالۍ فعاله دي.

د ښاغلي رسولي په خبره، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ، په ټولو عامه او خصوصي ادارو کې د ښځو د ملاتړ په موخه، د ښځو د ځورونې او سپکاوي د مخنیوي څارنوالۍ په نوم ریاست جوړ کړی دی، چې د فعالیت سره سم به یې په ټولو ادارو کې د ښځو لپاره مناسب کاري چاپېریال برابر شي.

نوموړي د خپلو خبرو په پای کې د ټولو قضیو په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي قضیو پر جدي څېړنه ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د قضیو په جدي څېړنې سره به له یوې خوا تورنو او مجرمینو ته جزا ورکړل شي او له بلې خوا به نور ته پند شي، څو د قانون خلافه اعمالو له سرته رسونې لاس واخلي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۵/۷ - ۱۶:۱۱
Background image

د افغانستان درې رنګه بیرغ؛ د افغانانو هویت، مینه، غرور او ویاړ دی

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لوی څارنوال څارنپوه محمدفرید حمیدي، د زمري اوومې د هېواد د بیرغ ملي ورځې په نمانځغونډه کې وویل، د زمري اوومه د افغانانو لپاره یوه تاریخي ورځ ده، چې دا د. . .

جمعه ۱۳۹۹/۴/۲۷ - ۸:۷
Background image

د لویې څارنوالۍ د درییو الحاقیه بلاکونو د رغونې چارې پيل شوې

دغه درې بلاکه چې تمه ده، له ۲۴ کاري میاشتو کمه موده کې د دوه سوه پنځه اویا میلیونو افغانیو په ارزښت د دغې ادارې د دارالامان ودانۍ کې جوړ شي، د ۱۳۹۹ لمریز کال د چنګاښ پر ۲۶ یې د بنسټ. . .

پنجشنبه ۱۳۹۹/۴/۲۶ - ۱۵:۴۸
Background image

د تحقیق په چارو کې د لویې څارنوالۍ مرستیال د دغې ادارې د تدقیق او مطالعاتو عمومي ریاست څخه لیدنه وکړه

د تحقیق په چارو کې د لویې څارنوالۍ مرستیال فریداحمد غوري، د ۱۳۹۹ لمریز کال د چنګاښ پر پنځه ویشتمه د دغې ادارې د تدقیق او مطالعاتو عمومي ریاست له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه . . .

BACK TO NEWS