لویې څارنوالۍ کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ ملي ورځ د وینې په اهدا کولو ونمانځل شوه

Hussain_admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۹ - ۱۴:۵۱
ago

دا غونډه د هېواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ په موخه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لوی څارنوال څارنپوه محمدفرید حمیدي، د لویې څارنوالۍ د قضایي تعقیب چارو مرستیال غلام حیدر علامه، د دغې ادارې د رئیسانو او ملي اردو او ملي پولیسو افسرانو او ډاکټرانو په حضور د ۱۳۹۹ لمریز کال د کب پر نهمه وشوه.

د هېواد لوی څارنوال څارنپوه محمدفرید حمیدي په دې غونډه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملي ورځ د مېړانې ورځ یاده کړه او د دې ورځې مبارکي یې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ساتندویانو او ځواکونو ته ورکړه.

ښاغلي حمیدي د لویې څارنوالۍ له کارکوونکو څخه سرتېرو ته د وینې د اهدا له کبله چې د افغانانو له عزت، ازادۍ، حیثیت او کرامت څخه دفاع کوي، مننه وکړه او زیاته یې کړه: «له حیثیت، کرامت او د هېواد د آزادۍ دفاع، مقدسه دنده ده، چې خدای پاک دا فرصت سرتېرو او مدافعانو ته برابر کړی دی.»

نوموړي د لویې څارنوالۍ کارکوونکي او د عدالت او د قانون حاکمیت سرتېري یاد کړل او زیاته یې کړه، چې دوی د هېواد په ګوټ ګوټ کې هره ورځ د افغانستان خلکو ته د عدالت د تطبیق، حقوقو، عزت، حیثیت او کرامت ساتنې په موخه هڅه کوي.

هغه سرتېرو ته د وینې اهداکول انساني او وجداني دنده یاده کړه او ویې ویل، چې دا د سرتېرو د سرښندنو، عظمت او اتلولیو لپاره یو کوچنۍ هڅه ده.

د یادونې وړ ده، چې له امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په موخه، د لویې څارنوالۍ په مرکزي ریاستونو او د ولایتونو د استیناف څارنوالیو کې د وینې اهداکول روان دي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۵ - ۱۵:۲۲
Background image

ذبیح الله کلیم د لویې څارنوالۍ د سرپرست او نوماند په توګه معرفي شو

د نوموړي د معرفۍ غونډه د جمهور رئيس دویم مرستیال قانونپوه استاد سرور دانش، د لویې څارنوالۍ مرستیالانو او رئیسانو، د شهدا او معلولینو وزارت سرپرست، د جمهوري ریاست د چارو ادارې مرستیال، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۵ - ۱۱:۳۶
Background image

۶۴ زده کړندویان په لویه څارنوالي کې جذبېږي

په همدې موخه یوه ازموینه د ۵۰۹ کسانو په ګډون د ۱۴۰۰ لمریز کال د وري پر اتمه د لويې څارنوالۍ د کنفرانسونو په تالار کې ترسره شوه. په دې ازموینه کې د نجونو او هلکانو په ګډون ۸۸۶ کسان چې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۱ - ۱۳:۳۹
Background image

یو کس د دوکې، د القابو د انتحال او کمېشنکارۍ په تور ونیول شو

د لويې څارنوالۍ د کنټرول او مراقبت څارنوالۍ عمومي ریاست یو کس د فریبکارۍ، د القابو د انتحال او کمېشنکارۍ په تور ونیوه. دا کس د لویې څارنوالۍ د شکایتونو او اطلاعاتو ځانګړې ۱۸۰ شمېرې سره. . .

BACK TO NEWS