لویې څارنوالۍ کې د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر دوره پیل شوه

دا دوره د روژې مبارکې میاشتې په رارسېدو د لویې څارنوالۍ کارکوونکو ته پیل شوې ده. د دغې دورې په پرانیستغونډه کې د لویې څارنوالۍ ځینو رییسانو او کارکوونکو ګډون کړی و.
دا پروګرام د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د شعبان المعظم پر ۱۹ د لویې څارنوالۍ د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د دغې ادارې دارالامان ودانۍ کې جوړ شوی و.
د دغه پروګرام موخه د لويې څارنوالۍ د مسلکي او اداري کارکوونکو د دیني پوهې لوړاوی او د قانون د ښه پلي کېدو او د عدالت تامین ښوول شوی دی.
دغه پروګرام کې به د قرآن کریم د پنځو وروستیو سپارو ترجمه او تفسیر بیان شي.
د نوموړي پروګرام په پرانیستغونډه کې د دعوت او ارشاد رییس مولوي صلاح الدین حقاني او د دغې ادارې د نړیوالو جرایمو څارنوالۍ رییس شیخ القرآن و الحدیث محمدسرور محمدي د قرآن کریم د ارزښت او اهمیت په اړه هراړخیزې خبرې وکړې.
هغوی د لویې څارنوالۍ له کارکوونکو غوښتنه وکړه، چې په دغه پرګرام کې ګډون وکړي او ځانونه یې له ثوابه برخمن کړي.
د یادونې وړ ده، چې دا پروګرام د روژې مبارکې میاشتې په رارسېدو د شعبان المعظم له ۱۹ پیل او د ۱۴۴۴ هجري قمري د رمضان المبارک میاشتې تر ۲۷ به دوام وکړي.